د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

مخابراتو وزارت سږ کال څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ محصول ټول کړی


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې یې د مخابراتي خدماتو څه باندې څلور میلیارده افغانۍ محصول راټول کړی دی.

یاد وزارت وايي اوس په هېواد کې ۲۱ میلیونه کسان موبایل ټلیفونونه کاروي.

دغه وزارت زیاتوي، د لس فیصده محصول د راټولو لپاره د یو معیاري سیسټم جوړولو ته هڅې روانې دي.

د دې وزارت ویاند یاسین صمیم د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، ټاکل شوې وه چې دا سیسټم د فعالیت له شپږو میاشتو وروسته جوړ شي، خو د بودجې د کموالي له امله تر اوسه هم نه‌دی جوړ شوی.

ده وویل، د دغه سیسټم له ابتدايي فعالیت څخه په ګټې اخیستنې بیا هم په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۴.۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

یاسین: ۱۳۹۵ کال کې ۴.۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي.
یاسین: ۱۳۹۵ کال کې ۴.۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په سلو کې د لسو مخابراتي خدماتو د محصول په اړه باید ووایو چې په ۱۳۹۵ کال کې مو ۴.۲ میلیارده راټولې کړي او ۸۰۲ میلیونه مو په ۹۴م کال کې، هڅې روانې دي او ۹۶ کال کې هم پلان لرو، ابتدايي سیسټم تر اوسه پر ځای او فعال دی او په سلو کې د لسو فیصدو مخابراتي خدماتو د محصول د راټولو په اړه ډاډ راکوي."

نوموړي زیاته کړه چې په سلو کې لس فیصده محصول، د ۱۳۹۴ لمریز کال د میزان له لومړۍ نېټې څخه پر ټولو کاروونکو پلی شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې اوس په هېواد کې ۲۱ میلیونه کسان له موبایل ټیلیفونونو او څه باندې ۱۴۰۰۰۰ بنسټونه له بې‌سیم ټلیفونونو څخه ګټه اخلي.

د مخابراتو وزارت داهم وايي، په تېرو دوو کلونو کې د مخابراتي خدموتونو د پوښښ ساحه، په سلو کې ۱۷ پراخه شوې ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون ځیني غړي وايي، د مخابراتي خدمتونو څخه د عوایدو د شفافو راټولو لپاره، هېڅ یو شفاف سیسټم نه‌شته.

د دې کمېسیون غړې نسیمې نیازۍ ازادي راډیو ته وویل چې د مخابراتي خدمتونو د شفافو راټولو لپاره په‌کار ده چې یو معیاري سیسټم ورته جوړ شي.

مېرمن نیازۍ وايي:

"حکومت باید ژر تر ژره یو شفافه سیسټم یعنې کنټرول روم د هغو کسانو لپاره چې د بې‌سیم مشتریان دي او لس فیصده ټکس او مالیه تحویلوي، جوړ کړي، څو دغه پیسې، ټکس او مالیه په شفاف سیسټم سره چې راټول شي، څو حکومت، ولسمشر او خلکو ته ځواب ورکونکې وي."

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې اوس په هېواد کې شپږ خصوصي مخابراتي شرکتونه او یو دولتي هغه فعالیت کوي، خو خلک تل د دې شرکتونو د خدمتونو له لوړو بیو او ټیت کیفیت څخه شکایت کوي.

جاوید او زبیر د کابل ښار دوو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د مخابرې په جریان کې ډېر ځله غږ پرې کېږي او د انټرنټ کارول هم له ستونزو سره مخ دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG