د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

مخابراتو وزارت: ځیني شرکتونه خپل سیمکارټونه قانوني نه‌وړاندې کوي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، یو شمېر مخابراتي شرکتونه خپل سیمکارټونه په قانوني او هغه ډول چې لازمه ده بازارته نه‌وړاندې کوي.

یاد وزارت وايي، داسې معلومات شته چې یو شمېر سیمکارټ پلورونکي څو سیمکارتونه په یو نوم راجسټر کوي او بیایې پر مختلفو کسانو پلوري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسؤلین وایي، هغه مهال به په هېواد کې د غیر قانوني سیمکارټونو د خرڅلاو مخه ونیول شي چې د بایومټریک په واسطه راجسټر شي.

د یاد وزارت ویاند محمد یاسین صمیم د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د غیر قانوني سیمکارټونو د خرڅلاو د مخنیوي په خاطر یې د اقتصاد عالي شورا ته د بایومټریک سیسټم په واسطه د سیمکارټونو د راجستر یوه طرحه وړاندې کړې، خو لا تر اوسه تائید شوې نه‌ده.

د ښاغلي صمیم په خبره اوس‌مهال د غیر قانوني سیمکارټونو د مخنیوي لپاره د «غیر مجاز فعالیتونو» په نوم یو کمېسیون د ولایتونو په کچه جوړ شوی دی.

صمیم: د نا راجسټر سیمکارټونو د فعالیت د مخنیوي هڅې پيل شوي.
صمیم: د نا راجسټر سیمکارټونو د فعالیت د مخنیوي هڅې پيل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ته چې کوم راپورونه په لاس راغلي داسې یو شمېر پلورونکي په یوه نوم لس یا اووه او یا هم اته سیمکارټونه راجسټر کوي او بیا یې مخابراتي شرکتونو ته استوي او وروسته‌یې امتیاز اخیستل کېږې."

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو پر اساس د ۲۰۰۲ میلادي کال را په دې‌خوا په افغانستان کې شاوخوا ۲۷ میلیونه او څلور لکه سیمکارټونه پلورل شوي چې له دې جملې څخه ۱۸ میلیونه فعال دي.

صمیم: تر دا مهاله ۲۷ میلیونه او ۴ لکه سیمکارټونه پلورل شوي.
صمیم: تر دا مهاله ۲۷ میلیونه او ۴ لکه سیمکارټونه پلورل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دغو ۱۸ میلیونو فعالو سیمکارټونو څخه ۱۵میلیونه‌یې راجسټر شوي او درې میلیونه‌یې غیر قانوني دي.

په ورته وخت کې په کابل ښار کې هغه سیمکارټ پلورونکي چې په څلور لارو او واټونو کې سیمکارټونه پلوري وایي چې په هېواد کې بې‌روزګارۍ دغه کار ته اړ کړي دي.

دوه تنه سیمکارټ پلورونکي په دې اړه وایي:

"اړ یم چې دا کار کوم، غریب‌کار یم او دا مې شغل دی سیمکارټونه پلورم او بیا یې نمایندګۍ یا دوکان ته وړم تذکره‌یې ورته راجسټر کوم او بیا هغه کس ته سیمکارټ تسلیم وم او هغه کس بیا ځي خپل کار پسې."

"د ۱۱ بجو وروسته دلته راځو بیا د مازیګر تر اذانه وروسته د کور لپاره د غریبۍ سودا اخلو او د ورځې ۲۰۰ یا ۳۰۰ سودا کېږي."

په ورته وخت کې خلک هم شکایت کوي او وایي چې د غیر قانوني سیمکارټونو په واسطه ډېرې ستونزې جوړېږي او حتی په ځینو مواردو کې په جرمونو کې له همدې سیمکارټونونه استفاده کېږي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي شېر افغان شېرزي او امرالدین په دې اړه وایي:

"خلک سیمکارټونه پلوري او بیا راځي ښځو ته مزاحمتونه کوي، بلاخره هغه مجبوره کېږې چې خپل سیمکارټ له‌منځه یوسي، دا ټول کارونه د دغه بې‌راجسټره سیمکارټونو څخه کېږې، دغه بې‌راجسټر سیمکارټونه اخلي له وسله‌والو مخالفینو سره اړیکه نیسې او غلط اعمال تر سره کوي دا ټول کارونه د دغه بې‌راجسټره سیمکارټونو څخه کېږي."

"هغه سیمکارټونه چې نه‌دي راجسټر شوي د خلکو او ښځو د مزاحمت سبب کېږې، حتی دغه سیمکارټونه د دې سبب شوو چې یوه ښځه دې حالت ته راغله چې خپل ځان‌یې مړ کړ، موږ د دولت څخه غواړو چې د دغه نا راجسټر شویو سیمکارټونو مخه ونیسي."

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د ناراجسټر شویو سیمکارټونو څخه د خلکو شکایت دوی ته هم رسېدلی، خو پولیس د خلکو په مرسته کوښښ کوي چې د دغو غیر راجسټر شویو سیمکارټونو د پلورلو مخه ونیسي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدقي وایي، هغه کسان چې د دغو شمېرو څخه مزاحمت ورته کېږي د پولیسو ۱۱۹ شمېرې سره دې اړیکه ټینګه کړي او خپله ستونزه دې ورسره شریکه کړي.

سیمکارټ پلورونکي هم په دې باور دي چې حکومت باید د سیمکارټونو د راجسټر لپاره اسانه او ساده طرح جوړه کړي څو خرڅلاو یې اسانه او قانوني شي.

خلک هم وایي چې حکومت باید له هرې ممکنې لارې د غیر قانوني سیمکارټونو د خرڅلاو مخه ونیسي تر څو په ناسمو او غیر قانوني کارونو کې ورڅخه استفاده ونه‌شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG