د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

افغانستان کې د مخابراتي خدماتو پراختیا پالیسي رامنځته شوه


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي په مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو کې د چټکتیا او انحصار ماتولو په هدف یې د "خلاصې لاسرسۍ"په نوم يې يوه داسې پالیسې جوړه کړې چې په پلې کېدو سره به یې انحصار مات او په مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو کې چټکتیا رامنځته شي.

د ياد وزارت چارواکي وايي د دې پالیسۍ په پلې کېدو سره به پانګوالو ته د مخابراتو او ټنکالوژۍ په سکتور کې د پانګونې زمینه برابره او په بیو کې به هم کموالی راشي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا په افغانستان کې د انټرنیټي خدمتونو د پراختیا لپاره، په کار ده چې خصوصي سکټور د نوري فائبر د شبکو د پیاوړتیا په برخه کې پانګونه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال سیدا احمد شاه سادات ازادي راډیو وویل دوی په افغانستان کې د انټرنیټي او مخابراتي خدماتو د پرمختګ او پراختیا په هدف دغه پالیسې جوړه کړې ده او له دې لارې به ټولو هغو کسانو ته چې ټلیفون ته لاسرسی لري انټرنیټ هم ورسي.

سید احمد شاه سادات
سید احمد شاه سادات

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې د مخابراتو د رشد لپاره موږ دغه پالیسې جوړه کړه او ددغه پالیسۍ سره به ډېر شرکتونه خپل نیټ ورک ولري، په افغانستان کې مخابراتي خدماتو د ډيتا انتقال د سټالایټ او مایکرو ویب له لارې نه انقالېږي چې هم يې کیفیت ټیټ وي او هم یې قیمت زیات وي، له دې سره به تقریباً شلو میلیونو وګړو ته چې ټلیفون ته لاسرسی لري انټرنیټ ورسېږي."

ښاغلی سادات وايي، لوړو تعرفو، د مخابراتو ټيټ کیفیت او خدمتونو ته په سمه توګه د خلکو نه لاسرسي اړ کړل چې د خلاصې لاسرسۍ په نوم پالیسي جوړه او په یاده برخه کې خصوصي سکتور ته د پانګونې زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا له دې وروسته به د خصوصي او دولتي سکتور ترمنځ لازمه هماهنګي رامنځته شي او دوی به د خصوصي سکتور سره په ګډه د انټرنیټي خدمتونو د ښه والي او پراختیا لپاره کار کوي.

د یادونې ده چې اوسمهال په افغانستان کې پنځه دولتي او خصوصي مخابراتي شبکې فعالې دي چې خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه رسوي.

په ورته وخت کې د سوداګریزو خونو عامل پلاوی عتیق الله پلاوی د مخابراتو وزارت د دغه اقدام د ستاینې ترڅنګ د یادې ستراتیژۍ پر پلې کېدو ټینګار کوي وايي چې په دې سره به د مخابراتي او انترنیتي خدمتونو کیفیت لوړ او په بیو کې هم کموالی راشي.

نوموړي زیاته کړه:

"له دې وړاندې چې دغه پالیسي معرفي شي، زموږ مخابراتي خدمتونه په ځانګړې توګه فایبرنوري او د فایبر نوري څخه ګټه اخیسته او ورباندې پانګونه د دولت په انحصار کې وه، موږ د خلاصې لاسرسۍ د پالیسۍ غوښتونکي و، دغه پالیسي سر له نن نه پلي کېږي، انحصار له منځه وړي او سالم رقابت رامنځته کوي چې په نتیجه کې يې نرخونه ټيټېږي او کیفیت پورته ځي ،خو زموږ غوښتنه دا ده چې دولت يې د پلې کېدلو په برخه کې بې غوري ونه کړي."

د افغانستان ډېری اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان د ټولنیزو شبکو کارونکي دي، د برېښنالیک له لارې د دنیا سره د اړیکو ساتل یې کاروباري اړتیا ګڼل کېږي او د زده کړو په برخه کې هم د لازمو موادو د تر لاسه کولو لپاره انترنیټي خدمتونو ته لاسرسی اړین بولي نو که چېرې د مخابراتي او انترنیټي خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی او په بیو کې یې هم کموالی راشي ګڼ نور به هم له دې بهیر سره یو ځای شي.

او له دې سره به د هغه افغان پانګوال د کار هم ښه هرکلی وشي کوم چې په دې برخه کې پانګونه کوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG