د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د افغانستان تعلیمي مرکزونه په معلوماتي ټکنالوژۍ سمباليږي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت تصمیم نیولی چې د هېواد پوهنتونونو او ښوونځيو ته د معلوماتي تکنالوژۍ اسانتیاوېبرابرې کړي.

د حکومت له خوا په پوهنتونونو، د نیمه لوړوزده کړو په موسسو او ښوونځیو کې د تحصیل او زده کړو د کیفیت د ښه کولو لپاره، د روانو هڅو په لړ کې، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي؛ د هېواد تعلیمي مرکزونو ته به د معلوماتي تکنالوژۍ، اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې ژمنې تړون د شنبې په ورځ د مخابراتو، لوړو زده کړو او پوهنې د وزیرانو ترمینځ لاسلیک شو.

د مخابراتو اومعلوماتو تکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي وویل؛ دا پروژه به استادانو، زده کوونکو او محصلینو ته دا اسانیتاوې برابرې کړي چې دا نټرنټ له لارې د هېواد پوهنتونونه، ښوونځي او تعلیمي مرکزونه سره ونښلوي؛ څو نويو علمي څېړنو ته لاس رسی ومومي:

((د دې تفاهمنامې هدف، په زده کړو کې د معلوماتي تکنالوژۍ له وسایلو کار اخیستل دی.

د دې پروژې له لارې به هېواد پوهنتونونه یو تربله او همدارنګه د نړۍ له پوهنتونونو سره ونښلي. د دې پروژې لګښت د مخابراتو وزارت وجهي صندوق پر غاړه اخیستی دی.))

ښاغلي وحیدي وویل، د تړون له مخې د هېواد تعلیمي موسسو ته تر دوو کلونو پورې د انترنټ خدمات وړیا دي او لګښت یې هم د مخابراتو وزارت په غاړه اخیستی دی.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې د پوهنې د وزارت انټرنټي پروژې ته څه باندې اولس او د لوړو زده کړو وزارت ته؛ څه باندې درې میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.

د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مهمند د مخابراتو د وزارت دغه اقدام د تحصیل؛ زده کړو او تدریس د کیفیت د ښه کولو لپاره مهم وګاڼه.

میرمن مهمند د دې پروژې ګټې داسې بیان کړې:

((د دې تفاهمنامې د موادو له پلی کېدو سره به وتوانیږو چې له لیرې فاصلې څخه د زده کړو سیسټم پیاوړی؛ د زده کوونکو او استادانو ظرفیتونه لوړ او تدریس پر سمعي او بصري اصولو عیار کړو.))

د پوهنې وزیر اسداله حنیف بلخي وویل؛ دا پروژه به د پوهنې له وزارت سره مرسته وکړي چې د مرکزاو ولایتونو د ښوونځیو، د پوهنې د ریاستونو او استادانو ترمینځ مستقیمې اړیکې جوړ، ستونزې اوارې او پر انتقادونو او وړاندیزونو به یې غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د مسلکي استادانو؛ وسایلو، کتابونو او د ښوونځیو لپاره د ودانیو له کموالي شکایتونه کیږي.

ځینې محصلین او زده کوونکي داهم وايي چې اوسمهال په پوهنتونونو او ښوونځیو کې معلوماتو تکنالوژۍ ته لاس رسی په ټیټه سطح کې دی او دې نیمګړتیا د تحصیل او زده کړو پر کیفیت ناوړه اثر کړی دی.

چارواکي وايي، د دې ستونزو اوارۍ ته پلانونه ترتیب شوي چې یو لړ یې د عملي کېدو په حال کې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG