د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

باجوه: که کابل له تورونو لاس واخلي د سولې پروسې پرمختګ کې مرسته کوو


د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستان پوځ لوی درستیز وایي، پر پاکستان د افغانستان له‌خوا د تورونو لګول د سولې پروسې ته زیان رسوي او که کابل د دغو تورونو له لګولو لاس واخلي، پاکستان حاضر دی چې د سولې پروسې په پرمختګ کې مرسته وکړي.

جنرال قمر جاوید باجوه یو وار بیا د افغانستان تورونه چې وایي هغه ترهګر چې پر افغانستان بریدونه کوي په هغه هېواد کې ازاد ګرځي او مرکزونه لري، رد کړل او ویې‌ویل چې په وروستیو پوځي عملیاتو کې یې د ترهګرو ټول مرکزونه له‌منځه وړي دي.

هغه یو وار بیا د خپل هېواد پر دریځ ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې هېواد یې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو د ده په خبره د دغو تورونو د لګولو لړۍ باید پای ته ورسول شي.

جنرال قمر جاوید باجوه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې چې له افغان ولسمشر سره‌یې ټیلیفوني خبرې کړې وې، تېره ورځ په راولپنډۍ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر جنرال جوزېف وټل سره په کتنه کې وکړې.

پاکستاني رسنیو د دغې کتنې په اړه په افغانستان کې د سولې د پروسې په ګډون د پاکستان د پوځ د لوی درستیز یو لړ مهمو ټکو ته پام اړولی او ویلي یې دي چې ښاغلي باجوه دغه امریکایي پوځي مشر ته ویلي چې پاکستان په سیمه کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی دی.

د پاکستان پوځ لوی درستیز دغه‌راز ویلي چې د افغانستان له‌خوا د تورونو لګول د سولې پروسې ته زیان رسوي او که کابل د دغو تورونو له لګولو لاس واخلي، پاکستان حاضر دی چې د سولې د پروسې په پرمختګ کې مرسته وکړي.

باجوه: پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز يو ځل بیا پر دې خبرې ټینګار کړی چې د ترهګرو ډلو پر ضد په روانو عملیاتو کې یې ټولې ډلې له توپیر پرته په نښه کړي او د هغوی مرکزونه‌یې له‌منځه وړي دي.

باجوه: ټولې ترورېستي ډلې له توپیر پرته په نښه شوي.
باجوه: ټولې ترورېستي ډلې له توپیر پرته په نښه شوي.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د ترهګرو د مرکزونو د له‌منځه وړلو خبره په داسې حال کې کوي چې افغان ولسمشر اشرف غني د تېرې یکشنبې په ورځ هغه ته په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د افغانستان د وروستیو ترورېستي حملو عاملان په پاکستان کې ازاد ګرځي او دې هېواد د دغو سخت دریځو په وړاندې تر اوسه هېڅ پوځي اقدام نه‌دی کړی.

اشرف غني دغه‌راز وویل، حکومت‌یې کلکه اراده لري چې د دغو حملو له عاملانو غچ واخلي.

ولسمشر غني: د وروستیو ترورېستي حملو له عاملینو به غچ واخلو

هڅه مو وکړه چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د وروستیو هغو څرګندونو په اړه چې کابل باید پر اسلام‌اباد د تورونو له لګولو لاس واخلي، د جمهوري ریاست د چارواکو نظر واخلو خو څوک په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه دغه‌راز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر سره چې په افغانستان کې د روانو پوځي عملیاتو د تنظیم چارې ور له غاړې دي په خبرو کې د سیمې د امن کولو په برخه کې له امریکا سره د خپل هېواد په تېره بیا د ترورېزم په وړاندې روانه مبارزه کې همکاري ستایلې او یو واربیا یې ژمنه کړې چې له افغانستان او په دې هېواد کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له مأموریت سره به د افغانستان پاکستان په پوله د پرتو سیمو د امن کولو لپاره ګډ کار او هماهنګۍ ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ مشر د ترورېزم په وړاندې روانه جګړه کې له امریکا سره د دې هېواد د ښې همکارۍ خبره کوي، ډېرو لوړپوړو امریکایي او افغان چارواکو دغې همکارۍ ته د شک په سترګه کتلي او ویلي یې دې چې پاکستان دوه مخې پالېسي مخ ته وړې ده.

دا هغه مسئله ده چې اکثره وختونه افغان کارپوهانو هم راپورته کړې ده.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز څېړونکي عمران زکریا له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، پاکستان په دې تېرو پنځلسو کلونو کې امریکا غولولی او پیسې یې ترې اخیستي دي.

خو دی هیله‌من دی چې د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره به د اسلام‌اباد په وړاندې د واشنګټن دریځ یو څه بدلون ومومي.

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان تل د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې چې البته ځالې یې په خپله په داخل د پاکستان کې دي، د درواغو مبارزه کړې ده، په همدغې پلمه‌یې د امریکا له متحده ایالاتو ډېرې پیسې ترلاسه کړي دي، خو داسې خوشبیني شته چې راتلونکی د امریکا د متحده ایالاتو حکومت به په پاکستان کې د تروريستي ځالو او ډلو مسئله جدي ونیسي ځکه دغه ګواښ اوس داسې ښکاري چې یوازې افغانستان ته نه بلکې ټولې سیمې ته پېښېدلی شي، البته که چېرې امریکا او د افغانستان دولت‌یې ونه‌شي کولای د هغه مخه ونیسي نو دغه حالت به د سیمې نورو هېوادونو ته هم پراخ شي."

د راپورونو له مخې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال وټل پر دې خبرې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په روانو هڅو کې ښکېلو ټولو لوبغاړو ته په‌کار ده چې په خپلو کې پراخه او اغېزمنه همکاري وکړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزېف وټل.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزېف وټل.

پاکستان ته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال وټل سفر دې هېواد ته په تېره څه باندې یوه اوونۍ کې د لوړپوړو امریکایي پوځي چارواکو دوهم سفر دی.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکایي او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن پاکستان ته په سفر کې د دې هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره په لیدنو کتنو سربېره په نادر ډول له شمالي وزیرستان څخه چې د پاکستان پوځ له تېرو شااوخوا دوو کلونو په‌کې پوځي عملیات ترسره کړي، لیدنه کړې وه.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال وټل له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی، دا خبره جمهوري ریاست تائید کړه خو په دې اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

XS
SM
MD
LG