د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

باجوه: پر یو بل د تورونو لګولو ګټه د سولې دښمنانو ته رسېږي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په دغه هېواد کې د ترهګرو د خوندي مرکزونو شتون رد کړی او ټینګار کوي چې د پاکستان او افغانستان له‌خوا پر یو بل د تورونو لګولو ګټه په سیمه کې د سولې دښمنانو ته رسېږي.

ښاغلی باجوه همداشان وايي چې پاکستان د ترهګرۍ د جرړو د ایستلو او د هغو خلکو د ځپلو په لړ کې له افغان حکومت او افغان ولس سره همکارۍ ته ژمن دی چې د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د یکشنبې په ورځ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې هېواد د پوځ نوي مشر دا ځرګندونې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې کړي دي.

د پاکستاني پوځ مشر له افغان ولسمشر سره تر هغې وروسته خبرې کړي چې د روانې میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان په پلازمېنې کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې خونړي ترهګریز بریدونه وشول چې تر ۵۰ زیات کسان‌یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

په دې بریدونو کې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول.
په دې بریدونو کې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول.

په دغو بریدونو کې یو برید د کندهار والي پر مېلمستون شوی و، کوم چې د دغه ولایت د مرستیال والي په ګډون په افغانستان کې د عرب اماراتو د سفارت پنځه ډیپلوماتان یې ووژل او د والي او عرب اماراتو د سفیر په ګډون‌یې ګڼ شمېر کسان ټپیان کړل.

افغان چارواکو د دغو خونړیو بریدونو په غبرګون کې تور ولګاوه چې د کندهار برید د افغانستان له پولو بهر پلان شوی و او ادعا یې وکړه چې وسله‌وال ځکه په افغانستان کې د بریدونو کولو توان لري چې په قبایلي سیمو کې خوندي پټن‌ځایونه لري.

خو د پاکستان د پوځ مشر له افغان ولسمشر سره په خبرو کې پر خپله خاوره د ترهګرو د خوندي پټن‌ځایونو شتون رد کړی او په دغه هېواد کې یې د ترهګرو پر ضد د روانو ضرب عضب پوځي عملیاتو په یادونه کې ویلي چې په دغو اوږدو عملیاتو کې یې له توپیر پرته ټول ترهګر په نښه کړي او د هغوی مرکزونه‌یې له‌منځه وړي دي.

قمر جاوید باجوه
قمر جاوید باجوه

​قمر جاوید باجوه د افغانستان له ولسمشر سره په خبرو کې په افغانستان کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو د خپګان ښودلو تر څنګ د افغان چارواکو له‌خوا پر پاکستان لګېدلو تورونو ته په اشاره ویلي چې:

"د پاکستان او افغانستان له‌خوا پر یو بل د تورونو لګولو ګټه په سیمه کې د سولې دښمنانو ته رسېږي."

نوموړي همداراز پر پاک-افغان ګډه پوله د ترهګرو د تګ راتګ او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د دغې پولې د کنټرول لپاره د مؤثر سرحدي تنظیم یا بارډر منجمنټ او د استخباراتي همکارۍ پر ښه کولو زور راوړی دی.

د پوځ له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې افغان ولسمشر د پوځ له مشر سره په خبرو کې ويلي چې دواړه هېوادونه باید د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت او د دې هېواد د پوځ مشر د افغانستان له ولسمشر سره تر ټیلیفوني خبرو مخکې هم په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG