د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

چارواکي: لومړنۍ نښې ښيي چې د کندهار حمله کوټه کې پلان شوې وه


افغان امنیتي چارواکي وايي، لومړنۍ نښې نېښانې ښيي چې د کندهار حمله له افغانستانه دباندې پلان شوې وه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د امنیتي ارګانونو ګډ لوړرتبه تحقیقاتي پلاوی، د متحده عربي اماراتو او د څېړنې لپاره د نړیوالو امنیتي ځواکونو د ګومارل شویو تحقیقاتي ټیمونو په همکارۍ په کندهار کې هر اړخیزو تحقیقاتو ته دوام ورکوي.

د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې لومړنۍ نښې ښيي چې دا برید له افغانستانه دباندې د کوټې ښار ته په غځېدلې لاره کې د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې پلان شوی و.

دغې اعلامیه کې ادعا شوې چې دا مدرسه د انتحاري افرادو د روزنې مرکز دی.

په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې درې پلاوي تحقیقاتو ته دوام ورکوي.

خپلواک: په دې اړه څېړنې روانې دي.
خپلواک: په دې اړه څېړنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د څېړنو لپاره له کابله ټیمونه راغلي دي، اوس په څېړنو بوخت دي، د عربي متحده اماراتو یو پلاوی هم په دې اړه څېړنې کوي، خو ویلای نه‌شو چې دغه څېړنې به څومره وخت ونیسي."

خپلواک په عین حال کې د پلاوو د تحقیقاتو د نتیجې په اړه بې‌خبري څرګنده کړه او ویې‌ویل چې تحقیقات لا بشپړ شوي نه‌دي.

خپلواک: د داؤد ګلزار په مشرۍ یو بل پلاوی هم په دې اړه څېړنه کوي.
خپلواک: د داؤد ګلزار په مشرۍ یو بل پلاوی هم په دې اړه څېړنه کوي.

د کندهار د والي ویاند د ولسمشر د سلاکار داود ګلزار په مشرۍ کندهار ته د تللي پلاوي د هدف په اړه وویل:

"د ولسمشر د سلاکار داود ګلزار په مشرۍ یو ګډ پلاوی هم تېره ورځ کندهار ته راغلی، په دغه پلاوي کې د دفاع، کورنیو چارو، د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ غړي شامل دي."

د یکشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه ته وویل چې د کندهار د حملې په شمول وروستۍ حملې هغو وسله‌والو سخت دریځو کړي چې په پاکستان کې مرکزونه لري او پاکستان‌یې په وړاندې اقدام نه‌کوي.

د پاکستان لوی درستیز دا بریدونه وغندل او له افغانانو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړه.

باجوه ویلي چې د دغه هېواد پوځ بې‌توپیره د ټولو ترورېستانو پر ضد عملیات کوي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د کندهار ولایت په مېلمستون کې د چاودنې په نتیجه کې د دغه ولایت مرستیال والي او د متحده عربي اماراتو د ۵ ډیپلوماتانو په شمول ۱۲ تنه ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او هلمند انتحاري حملو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو په غاړه واخیست، خو د کندهار د پېښې مسؤلیت تر دا مهاله کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

په ورته وخت کې پرون د افغانستان او عربي متحده اماراتو د کرکټ ټیمونو د صحرا جام تر سیالۍ وړاندې د کندهار، کابل او لښکرګاه د وروستیو ترورېستي حملو د قربانیانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

XS
SM
MD
LG