د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

ویسا: افغان حکومت د ورځې په نرخ روان دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د ګڼو نور مطالبو تر څنګ په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو خونړیو حملو په تړاو یو شمېر مطالب چاب کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سر مقاله کې لیکلي، د تېرې سې شنبې د خونړیو بریدونو په پایله کې چې د متحده عربي اماراتو د پنځو ډیپلوماټانو په ګډون تر اویا تنو زیات ووژل شول او تر اتیاو نور پکې ژوبل شول، حکومت پرون دوه ورځې ماتم اعلان کړ.

په سرمقاله کې راغلي، معمولاً په داشان غمیزو کې د حکومت لومړنی غبرګون ماتم اعلانول وي، متحده عربي اماراتو د خپلو ډیپلوماټانو په ویر کې له پېښې یوه ورځ وروسته ملي ماتم اعلان کړ.

د سرمقاله لیکونکي په وینا د افغان حکومت دغه ځنډ ډېر معنی دار دی، دا د پېښو سره د دوی چلند ښيي او دا روښانوي چې متاسفانه حکومت د ورځې په نرخ روان دی، د خپلو ملي لومړیتوبونو پام نه ساتي او نه هم په دې برخه کې یوه روښانه تګلاره لري.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپلې نننۍ ګڼه کې په دې اړه یو مطلب چاپ کړی دی.

په مطلب کې راغلي، د تېرې سې شنبې د ورځې حملې په هېواد کې تر ټولو خونړۍ تروریستي حملې وې.

په مطلب کې دغه شان ویل شوي شواهد ښيي چې د دغې پېښې تر شا د پاکستان د اسخباراتي سازمان ای ایس ای لاس دی.

د مطلب لیکوال لیکلي، افغان دولت باید هغه شواهد چې په لاس کې یې لري لومړی باید د تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان دوه مخي توب ښکاره کړي او په دوهم قدم کې پر نړیوالې ټولنې او بنسټونو د فشار په راوړلو سره د پاکستان دولت دې ته اړه کړي چې په هغه هېواد کې د ترورویستانو د روزنې مرکزونه له منځه یوسي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځ پاڼې بیا په کابل، کندهار او هلمند کې د مخالفینو له خوا د وروستیو حملو په تړاو په خپل یو مطلب کې لیکلي، له هغه وخته چې په هېواد کې پردۍ جګړه شروع شوې او د دې جګړې له امله د افغانانو په کورونو کې د غم تغر خپور شوی، نو ورسره سم له ارګه په تکراري او کلیشه يي علامیو کې دا سولیدلي الفاظ تکرارېږي.

پر پېښه خواشیني، شهیدانو ته جنت فردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او د پېښې د څېړنې په هدف سیمې ته د پلاوي لېږل.

په مطلب کې راغلي، داشان په سلګونه اعلامیې خپرې شوي خو درېغه چې ګټه او دقیقه نتیجه یې نه ده معلومه شوې.

د مطلب لیکوال لیکلي، ولسمشر، کابینه، ولسي جرګه، مشرانو جرګه، سیمه ییز چارواکي نور او نور د پردۍ جګړې په اور کې د سوځول شوي ملت د خدمت په پلمه داسې بوخت دي چې د افغانانو غږ اورېدلو ته هم وخت نه لري.

XS
SM
MD
LG