د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ولسمشر غني: د وروستیو ترورېستي حملو له عاملینو به غچ واخلو


افغان ولسمشر یو وار بیا په پاکستان کې مېشت سخت دریځي په هېواد کې د وروستیو خونړیو حملو مسؤل وبلل او هغه هېواد یې تورن کړ چې د دغو سخت دریځو ډلو په وړاندې یې تر اوسه هېڅ پوځي اقدام نه‌دی کړی.

اشرف غني دا څرګندونې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې.

د جمهوري ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان پوځ لوی درستیز تېره ورځ ناوخته له افغان ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سې شنبې ورځې ترورېستي حملې په کلکه وغندلې او له ولسمشر او د افغانستان له خلکو سره‌یې غم شریکي څرګنده کړه.

عبدالرازق: د کندهار حمله حقاني او "ISI" په ګډه پلان کړې وه

روغتیا وزارت: کابل کې وروستیو خونړیو حملو ۳۷ تنه وژلي

د خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته ویلي چې د افغانستان دولت د دغو حملو له عاملینو د غچ اخیستو په برخه کې کلکه اراده لري او چا چې د دغو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی په پاکستان کې اوسي، ازادانه فعالیت کوي، خلک ګوماري، خو پر ضد یې تر اوسه هغه هېواد کوم پوځي اقدام نه‌دی کړی.

که څه هم د ارګ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویل شوي چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تأمین کې کلکه اراده لري او په دې اړه چې هغه د ولسمشر غني د دغو ادعاو په اړه څه ویلي، جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

خو په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې له‌خوا د یکشنبې ورځې په خپره شوې جلا خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال قمر جاوید باجوه له افغان ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي مرکزونو موجودیت رد کړ او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان او افغانستان له‌‌خوا پر یو بل د تورونو لګولو ګټه په سیمه کې د سولې دښمنانو ته رسېږي.

باجوه: پر یو بل د تورونو لګولو ګټه د سولې دښمنانو ته رسېږي

د خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر د پوځ له مشر سره په خبرو کې ويلي چې دواړه هېوادونه باید د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

د ارګ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا ویل شوي چې افغان ولسمشر یو ځل بیا ترورېزم او افراطیت سیمې او نړۍ ته یو ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغه ګډ ګواښ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د جدي ارادې نه‌لرل به په خپله پاکستان او سیمې ته ډېر خطرونه متوجه کړي.

خو د پاکستان پوځ د مطبوعاتي دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال باجوه افغان ولسمشر ته په خبرو کې پر دې خبرې ټینګار وکړ چې په هېواد کې یې د ترهګرو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې له توپیر پرته ټول ترهګر په نښه کړي او د هغوی مرکزونه‌‌یې له‌‌منځه وړي دي.

پاکستان قبایلي سیمو کې د ترهګرو د مرکزونو په اړه تورونه رد کړل

په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سې شنبې د ورځې په خونړیو بریدونو کې له پنځوسو زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د کابل د حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو په غاړه اخیستی خو د کندهار ولایت پر مېلمستون د برید مسؤلیت چې په وژل شویو کسانو کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماتان هم شامل دي، تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخیستي، خو د افغان چارواکو په وینا دا برید په پاکستان کې تنظیم شوی او د پاکستان د استخباراتو اداره «ای. اس. ای» هم په‌کې ښکېله ده.

د دغو خونړیو بریدونو له امله د افغانستان دولت پرون او نن دوه ورځنی ویر اعلان کړی چې په ټول هېواد او بهرنیو ډیپلوماتیکو نمایندګیو کې به د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.

XS
SM
MD
LG