د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د کندهار په پېښه کې ټپي شوي هاشم کرزي ساه ورکړه


د کندهار ولایت د تېرې د سې شنبې په خونړۍ پېښه کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د کاکا زوی هاشم کرزي تر سختو ټپونو وروسته ساه ورکړه.

هاشم کرزي ته یوې نېږدې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې هاشم کرزي نن دوشنبې سهار د هندوستان په روغتون کې ساه ورکړه.

د تېرې سې شنبې په ماښام د کندهار د والي په مېلمستون کې د چاودنې له امله د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي او د پنځو عرب ډیپلوماتانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول.

په دغې پېښه کې د کندهار والي همایون عزیزي په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شول چې یو یې هم هاشم کرزی وو چې نن‌یې ساه ورکړه.

هاشم کرزی یو ملي سوداګر و.

وسله‌والو طالبانو د کندهار ولایت مقام د مېلمستون پېښه کې لاس لرل رد کړي و.

XS
SM
MD
LG