په کوټه کې ناڅرګندو وسله والو پر يوه موټر ډزې کړي چې يو تن پکې وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د جمعې په ماځيګر يو ټيکسي موټر د کوټې ښار پر «سپين سړک» له «هزاره ټاون» سيمې د ښار خواته را روان وو چې ناڅرګندو وسله والو ورباندې ناببره ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.
پوليس چارواکي وايي، وسله وال پر موټر سايکل سپاره وو، کله چې په يوه ژيړ ټيکسي موټر کې سپاره کسان «شيخ حسيني کلي» ته را رسېدلي، نو دوى ورباندې ډزې وکړې او په موټر کې سپاره پينځه تنه يې ټپيان کړل
په پېښه کې ټپي کسان سمدستي د کوټې پوځي روغتون ته يووړل شول چې په هغو کې د دوو تنه حالت مرګونى وو او له هغوى څخه يوه تنه ساه ورکړه.
په پېښه کې وژل شوى او ټپي کسان هزاره توکمه شيعه ګان دي.
د دې بريد مسؤليت لښکر جنګوي العالمې وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى دى.
په تېرو کلونو کې چې هم پر هزاره توکمه شيعه ګانو څومره بريدونه شوي دي، مسؤليت يې لښکر جنګوي ډلې منلى دى.
هزاره توکمه شيعه مسلمانان د کوټې په «مري اباد» او «هزاره ټاون» سيمو کې اوسېږي چې په تېرو لسو کلونو کې ورباندې لسګونه حملې شوې دي.
د دوى سيمو ته پر ورغليو لارو له تېرو څو کلونو راهيسې کلک امنيت نيول شوى، خو بيا هم کله- کله وسله وال پر دوى باندې په بريدونو کولو بريالي شي.
په روان کال کې دا لومړۍ پېښه ده چې هزاره توکمه شيعه مسلمانان پکې په نخښه کېږي.
د هزاره ډيموکراټيک ګوند مشران وايي په تېرو څه باندې لسو کلونو کې يې د ترهګرۍ په حملو کې يې شااوخوا زر تنه وژل شوي او تر پينځلس سوه زيات کسان ټپيان شوي دي چې وايي له امله ګڼ شمېر خلک د پاکستان نورو ښارونو او د نړۍ نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د تېر ٢٠١٦میلادي کال په اکتوبر کې هم څلور هزاره مېرمنې- چې له ښاره هزاره ټاون سيمې ته روانې وې- ناڅرګندو کسانو په ډزو و وژلې.
رپوټ: بارکوال مياخېل