د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د پاکستان مذهبي ډلې: موږ ته خپلې دفاعي ادارې بلا شوي


د پاکستان د دوو لويو مذهبي ګوندونو جمعيت علماى اسلام او جماعت اسلامي مشران وايي، د کوټې د پوليسو پر روزنيز مرکز په وروستۍ حمله کې بهرنۍ استخباراتي ادارې دخيلې ګڼل خپل غفلت پټول دي، وايي دا بريد چې د کومو وسله والو سازمانانو له خوا شوى، هغه په خپله د پاکستان د دفاعي ادارو روزل شوي وسله وال دي.

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق هم په دې پېښه کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د غمشريکۍ لپاره کوټې ته تللی و او په يوه خبري غونډه کې يې وويل چې پوليسو او ملېشه ځواکونو د پوليسو د روزنيز مرکز امنيت ټينګ ساتلى واى، نو دا حمله به نه واى شوې.

ښاغلي سراج الحق له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې حکومت د امنيت په ټينګښت کې ناکامه دى:

سراج الحق:زموږ حکومت قوم ته په حفاظت ورکولو کې ناکام شوى.
سراج الحق:زموږ حکومت قوم ته په حفاظت ورکولو کې ناکام شوى.

"زموږ حکومت قوم ته په حفاظت ورکولو کې ناکام شوى دى، د دومره لوى شمېر پوليسو وژنه د دې خبرې علامت دى چې زموږ حکومت په امنيت ساتلو کې سنجيده جدي نه دى، زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت دي يا خپل مسؤليت تر سره کړي يا دي اعلان وکړي چې موږ يې نه شو کولاى"

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق وايي، په افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې بشپړ امنيت غواړي، وايي پاکستان بايد د افغانستان د طالبانو پر ځاى له افغان ولس سره اړيکې جوړې کړي.

سراج الحق وايي د دوى د دې کلک ملاتړ کوي چې افغان حکومت او مخالفين يې بايد سره کېني او مذاکرات وکړي:

"زموږ حکومت ته وينا دا ده چې د افغانستان د وسله والو ډلو پر ځاى دي له افغان ولس سره تعلقات جوړ کړي، حزبِ اسلامي او افغان حکومت مذاکرات کړي دي، کله چې هم افغانان پخپلو کې کېني موږ يې همېشه ملاتړ کوو، په دې بنياد موږ يو ځل بيا وړانديز کوو چې که افغان حکومت او په جنګ کې شريکه د طالبانو ډله پخپله مذاکرات وکړي، نو د پاکستان خلک به خوشاله وي."

د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي او د جمعيت علماى اسلام ګوند يوه مشر مولانا محمد خان شېراني هم په ږوب سيمه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز تر بريد وروسته يوې ولسي غونډې ته وينا وکړه چې تر ډېره يې پکې د ترهګرۍ د اوسنۍ لړۍ په اړه ډېرې سپينې خبرې وکړې.

مولانا شېراني وويل د بلوچستان ايالتي حکومت که امنيت نه شي ټينګولاى استعفى خو ورکولاى شي.

شېراني وايي حکومت چې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لرونکي نه نيسي او نه يې په سزا رسوي، نو حکومت پخپله مجرم دى.

شېراني په کوټه کې د ترهګرۍ په وروستۍ حملو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د هند د استخباراتي ادارې د تورنولو په اړه وويل:

د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي او د جمعيت علماى اسلام ګوند مشر مولانا محمد خان شېراني
د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي او د جمعيت علماى اسلام ګوند مشر مولانا محمد خان شېراني

"اوس يې بيا را «RAW» موندلې ده، زه وايم دا را څه باد وهلې ده، لاهور پر شل کيلوميټره دى هلته نه ورځي، يو وار به ځي کابل ته، بيا به راځي کندهار ته بيا به پر سپين بولدک را اوړي او په کوټه کې به ما وژني، دا ټول وسله وال سازمانونه زموږ د دفاعي ادارو روزلي خلک دي، زموږ دوښمن په ډګر کې له خپلو دفاعي ادارو ماسېوا بل هيڅوک هم نه شته، دا خپلې دفاعي ادارې خداى موږ ته بلا کړې دي."

مولانا شېراني په غيرمستقيم ډول پر مرکزي حکومت او امنيتي ادارو ږغ وکړ چې که د چين-ګواد اقتصادي لاره پر غربي لوري نه جوړوي نه دي يې جوړوي، خو د ترهګرۍ په نامه دي خلک نه وژني.

ده وويل که امنيت ادارې د خلکو امنيت نه شي ساتلاى، سيمې دي پرېږدي خلک به پخپله خپل امنيت وساتي:

"که ناکامه يې نو ته زموږ او د دوى وسله والو له منځه ووځه، دا سيمه خلکو په خپله بدرګه تر اوسه هم له بلا کتله، اوس يې هم کتلاى شي او دا صلاحيت پکې شته، که ملک ماتوې ستا خوښه ده، که کوريډور «CPEC» راڅخه بيايې ستا خوښه ده، عزتونه مو مه لوټه، وينې مو مه بهوه، ابادۍ مو مه ويجاړوه"

د اکتوبر پر څلرويشتمه په کوټه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز په خونړي بريد کې د پوليسو دوشپېته نوي استخدام شوي سربازان و وژل شول چې زيات شمېر يې د بلوچستان د تربت او پنجګور سيمو بلوڅان او پاته نور پښتانه وو​.

د يادونې وړ ده چې د پوليسو پر روزنيز مرکز تر بريد وروسته د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زهري د امنيت په اړه په يوه غونډه کې د پلټنې يوه کومېټه وټاکله چې د دې حملې هراړخيزې څېړنه به کوي او د پوليسو درې لوړپوړي افسران يې د پوليسو روزنيز مرکز ته په مناسب امنيت نه ورکولو کې د غفلت په خاطر له خپلو دنده ګوښه کړل.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG