د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ادیب: عطا محمد نور د جمعیت ګوند له مشورې پرته ارګ سره خبرو ته دانګلي


د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر غړي وايي، د بلخ سرپرست والي د دې ګوند له سلا مشورې پرته له ارګ سره خبرو ته دانګلي دي.

که څه هم د ارګ ماڼۍ او د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور تر منځ د خبرو له پیل نه شااوخوا دوه اوونۍ اوړي، خو لاهم په دې اړه د جمعیت ګوند غړي ضد او نقیضې څرګندونې کوي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند غړی او د بدخشان پخوانی والی شاه ولي‌الله ادیب وايي، عطا محمد نور له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خبرو په اړه د دې ګوند له غړو سره هېڅ ډول همغږي نه‌ده کړې.

عظیمي: د ارګ او عطا محمد نور تر منځ مذاکرات روان دي

نور: که ارګ پر خپلو ژمنو عمل وکړي بلخ ولایت پرېږدم​

نوموړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عطا محمد نور باید د ګوند د یووالي لپاره له هر ډول اقدام وړاندې د دې ګوند مشرتابه پلاوی په جریان کې پرېښی وی.

ادیب: فکر کوم خبرې شوي، خو جمعیت ګوند جریان کې نه دی اچول شوی.
ادیب: فکر کوم خبرې شوي، خو جمعیت ګوند جریان کې نه دی اچول شوی.

ادیب زیاته کړه:

"بلې زه په همدې عقیده یم ځکه زه هم د جمعیت اسلامي ګوند غړی یم او د دغه ګوند له مهمو غړو سره اړیکه لرم فکر کوم کومې خبرې چې شوي د حزب له مهمو غړو سره له بشپړې همغږۍ پرته تر سره شوې دي."

د ارګ ماڼۍ او د بلخ سرپرست عطا محمد نور تر منځ خبرې له هغې وروسته پیل شوې چې ښاغلي نور اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپلو چارو کې ناکام وباله او ویې‌ویل چې دی به د جمعیت په استازیتوب له ارګ ماڼۍ سره خبرې وکړي.

معنوي: نور سره مذاکره کې د ارګ هدف به د عبدالله کمزوري کول وي

اجرائیه ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو اجرائیه رئیس ته نېږدې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي عبدالله خپل ټول ویاندویان د دې موضوع په اړه له څه ویلو منع کړي دي.

اجرائیه ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اجرائیه ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم وړاندې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور ویلي چې دی د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب له ارګ ماڼۍ سره خبرې کوي، خو د جمعیت ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عطا محمد نور له ولسمشر سره د جمعیت په استازیتوب خبرې نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر نه‌کوم چې د عطا محمد نور او اجرائیه رئیس تر منځ دې اختلافات وي یوازې عطا محمد نور د ډاکټر عبدالله د یوه ملاتړي په توګه هغه هیلې چې له ده څخه لرلې هغه پوره نه‌شوې، ده خپله وغوښتل چې د اجرائیه ریاست په مشورې او همغږۍ له حکومت سره خبرې وکړي څو له همدې ادرس څخه توقعات تعقیب کړي."

ښاغلی فطرت وايي چې د جمعیت په ګوند کې تر ډېره اختلافات حل شوي، خو یوې بلې سرچینې بیا د نوم د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د برهان‌الدین رباني تر وژل کېدو وروسته د جمعیت ګوند له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د ارګ ماڼۍ په دې اړه څه نه‌وايي، خو د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخی وايي چې د جمعیت ګوند د غړو تر منځ دومره اختلافات نه‌شته څومره چې به اړه‌یی ویل کېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG