د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

نور: که ارګ پر خپلو ژمنو عمل وکړي بلخ ولایت پرېږدم


په داسې حال کې چې د ولسمشر غني او د هغه لومړي مرستیال جنرال دوستم ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اړه اوازې خپرې شوي او د حکومت په لویو تصمیمونو کې د اجرائیه ریاست د نقش د کموالي په اړه مختلفو رسنیو راپورنه خپاره کړي، په ورته وخت کې د بلخ سپرست والي عطا محمد نور له ارګ سره د یوه سیاسي جوړ جاړي خبره کوي.

د بلخ سرپرست عطا محمد نور وايي چې له اوږدې مودې راهیسې یې له ولسمشر غني سره سیاسي خبرې اترې پیل کړي، ترڅو د یوې توافق نامې په امضا کولو سره، په حکومتي چارو کي د جمعیت ګوند ته پراخ رول ورکړل شي.

هغه وویل:

"بلې هغه څه مو چې له ولسمشر سره مطرح کړي، دا دي چې موږ د قدرت په قاعده کې سهم ولرو، په لویو تصمیمونو کې، په ستراتیژیک او ملي مسایلو کې په مشوره کې واوسو، په ملي او نړېوالو مسایلو هغه څه چې ایجابوي، موږ د خپلو خلکو په استازیتوب په کې سهیم واوسو."

نور وايي چې د دې غوښتنو پر وړاندې ولسمشر غني هم له ده او هم د جمعیت ګوند له پلویانو څخه ځینې غوښتنې لري.

نور: ولسمشر هم ځېنې غوښتنې لري.
نور: ولسمشر هم ځېنې غوښتنې لري.

نور د ولسمشر غني د غوښتونو په اړه وویل:

"طبعاً ولسمشر هم ځینې غوښتنې لري چې موږ د سولې له پروسې چې د افغانستان د ټولو خلکو اړتیا ده حمایت وکړو، د بهرني سیاست چې د پالیسۍ دستګاه یا بهرنیو چارو وزارت لخوا جوړېږي ملاتړ وکړو."

عطا محمد نور د هېواد امنیتي وضعیت کړکېچن بولي او وايي چې هڅه کوي ترڅو له مرکزي حکومت څخه پراخ ملاتړ وکړي.

هغه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي تفاهم لپاره یې یوه توافقنامه هم جوړه کړې او د جمعیت ګوند له مشرانو سره له مشورو وروسته به یې له ارګ سره لاس لیک کړي.

نوموړي زیاته کړه، په هغه صورت کې چې ارګ خپلې ژمنې عملي کړي، نو دی به د بلخ ولایت مقام پرېږدي.

هغه وویل:

"ما ویلي، هغه څه چې موږ او تاسې پرې توافق کړی، په لوړو مرحلو کې که عملي اقدامات ترسره شي او وروستي شي، نو زه په بلخ ولایت کې ډېر وخت وم او طبعي ده چې لاره به نورو ته پرانیزم ترڅو ولایت وکړي او کولی شم که وغواړم نورو برخو کې دنده ترسره کړم."

کار پوهان وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د دا ډول غوښتنو مطرح کېدل د حکومت په لویو تصمیمونو کې د اجرائیه ریاست رول لا نور ضعیف کول دي او ارګ هڅه کوي په جمعیت ګوند کې د ډاکتر عبدالله عبدالله بدیل پیدا کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ذبیح الله احساس یې په اړه وايي:

"د عطا محمد نور لخوا چې د ډاکتر عبدالله عبدالله له مهمو ملاتړ کوونکو و او حتا په ټاکنو کې یې د هغه په بریا کې مهم نقش درلود، د ده خبرې او توافق له ارګ سره دا ښايي چې اوس یوه نوې سیاسي ډله د پخوانۍ سیاسي ډلې پرځای له ولسمشر سره په مهمو لویو تصمیمونو کې شریک کېږي."

سره له دې چې ځینو رسینو د ارګ په حواله دواړو لورو ترمنځ خبرې تائید کړي، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته د رسنیو دا ادعاوې ناسمې وبللې، او زیاته کړه چې ارګ تر دمه په دې اړه مشخص نظر نه لري.

مرتضوي: ارګ تر دې دمه په دې اړه مشخص نظر نه لري.
مرتضوي: ارګ تر دې دمه په دې اړه مشخص نظر نه لري.

هغه وویل:

"هغه څه چې استاد عطا ویلي خپاره یې کړی، که موږ کم نظر درلود، وروسته یې له تاسو سره شریک کو.

سوال: تاسو دا مذاکرات نه تائیدوی؟

موږ اوس څه نشو ویلی، که جزئیات و، بیا یې درسره شریک کو."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې د مخه هم ځینو نړېوالو رسینو د ولسمشر غني او عطا محمد نور ترمنځ د ځینو سیاسي مذاکراتو او تفاهم په اړه راپورونه خپاره کړي و چې پر بنسټ یې د بلخ سرپرست والي به مرکزي حکومت ته ور وغوښتل شي او هغه ته له سیاسي نږدې کسانو یو به د بلخ والي په توګه مقرر شي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG