د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

نور: شمال کې روانه نا امني د بهرنیو قدرتونو نیابتي جګړه ده


د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي چې د افغانستان په شمال کې د بهرنیو هېوادونو نیابتي جګړه دوام لري.

عطا محمد نور دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په مزارشریف کې د افغانستان-ایران تر منځ د مشترکو تولیداتو د نندارتون د کتنې پر مهال وکړې.

هغه تأکید وکړ چې په شمال زون کې روانه جګړه او رامنځته شوې نا امني د طالب او داعش له لوري نه‌ده، بلکې د نړۍ لوی قدرتونه په دې جګړه کې لاس لري.

نور: دا جګړه د شمال زون په سطح نه‌ده.
نور: دا جګړه د شمال زون په سطح نه‌ده.

عطا محمد نور زیاته کړه:

"دا جګړه د شمال زون په سطح نه‌ده، دا نا امني د منځني ختیځ په جګړه کې دخیله ده، دا جګړه لویو بېروني جنګونو کې ریشه لري، د شمال زون جګړه په لویو سیاسي او د سیمې په سطح په استراتیژیکو سیاستونو کې ریشه لري، اقتصادي سیاسي لوبې سبب شوي چې دا نا امني پراخه شي."

نوموړی د یادې جګړې اصلي رېښه د منځني ختیځ روان حالت بولي، خو وايي چې اقتصادي مسایل او نفتي زېرمو ته د لویو قدرتونو لاسرسی سبب شوی چې نا امني لا نوره هم زیاته شي.

د نور په باور چې د افغانستان روانه نا امني به د سیمې په سطح لا نوره هم پراخه شي.

هغه زیاته کړه:

"دا جګړه به د سیمې په سطحه وغځول شي او منطقوي مسایلو ته ارتباط لري، په همدې علت دا د څلورو تنو طالبانو جګړه نه‌ده او د قدرتونو جګړه ده."

له هاخوا بیا افغانستان ته د ایران سیاسي فوق‌العاده استازی محمد رضا بهرامي وايي چې د افغانستان د شمال زون په نا امنیو کې د بهرنیو هېوادونو مداخله شامله ده او باید یې مخنیوی وشي.

افغانستان ته د ایران دا سیاسي استازی وايي چې دا دوه ګاونډي هېوادونه د ګدو منافعو پر سر له ګد تهدید سره هم مخ شوي دي.

د بهرامي په خبره چې د یادو تهدیداتو د ختمولو په خاطر باید دواړه لوري یوه ګډه تګلاره هم رامنځته او تطبیق کړي.

بهرامي وویل:

"د افغانستان او ایران په مختلفو دولتي سطوح کې دا باور موجود دی چې دواړه هېوادونه ګډې منافعې لري او په همدې علت‌یې ګډ تهدیدات ګواښي، که چېرې موږ له ګډ تهدید څخه خبرې کوو، نو قاعدتاً باید په مختلفو برخو کې تعاملات ولرو او ګډه تګلاره هم د تهدیداتو په وړاندې رامنځته کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د شمال زون په فاریاب، سرپل، بغلان او بدخشان ولایتونو کې نا امني په شدت سره دوام لري او زرګونه کسان‌یې له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه کړي دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG