د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې فعالیت پراخېدو په اړه اندېښنې


په ولسي جرګه کې د شمالي ولایتونو یو شمېر استازي او کارپوهان په سیمه کې د داعش د نفوذ د پراخېدو هڅي تاییدوي او وایي چې دغه ډله هڅه کوي چې د افغانستان شمالي ګاونډیو هېوادونو ته خپل فعالیتونه وغځوي.

یاد استازي په دغو سیمو کې د داعش پر حضور اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دغو جنګیالو هدف دا دی څو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته له دې لارې نفوذ وکړي.

استازي: داعش غواړي له شمالي ولایتونو منځنۍ اسیا ته نفوذ وکړي.
استازي: داعش غواړي له شمالي ولایتونو منځنۍ اسیا ته نفوذ وکړي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي او د دفاعي چارو د کمېسیون غړي فتح الله قیصاري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له کندزه نیولې بیا تر بلخ او فاریابه د طالبانو تر څنګ د داعش حضور هم احساسېږي.

قیصاري: د شمال څو ولایتونو کې د داعش حضور احساسېږي.
قیصاري: د شمال څو ولایتونو کې د داعش حضور احساسېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان ټول خلک او خاصتاً د شمال خلک له طالب او تر هغې ډېر له داعش څخه اندېښنه لري، د دوی ظلمونه په کندز، مزار شریف، فاریاب او نورو ګاونډیو ولایتونو کې زیات شوي دي، دوی غواړي منځنۍ اسیا ته نفوذ وکړي."

د افغانستان په شمال کې د وسله والو ډلو خاصتاً داعش شتون ګاونډي هېوادونه لکه چین او تاجکستان هم اندېښمن کړي او دغو دواړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تطبیقات هم پیل کړي دي.​

د تاجکستان د دفاع وزارت وایي، د افغانستان پولې ته نږدې له چین سره په ګډو پوځي تمرینونو کې لږ تر لږه لس زره سرتېري او پوځي وسایط او هلیکوپټرې هم برخه لري.

چین او تاجکستان افغان پولې ته نږدې پوځي عملیات پيل کړي.
چین او تاجکستان افغان پولې ته نږدې پوځي عملیات پيل کړي.

تاجکستاني چارواکو له دې وړاندي دا هم ویلي و چې چین به له افغانستان سره د تاجکستان د ۱۳۰۰ کیلومتره سرحد د خوندي کولو لپاره یو شمېر تاسیسات هم جوړ کړي.

یادو هېوادونو په ګډه له افغانستان او پاکستان سره د روان میلادي کال په پیل کې له تروریزم سره د مقابلې په هدف یو ګډ ائتلاف جوړ کړ.

د منځنۍ اسیا یوشمېر هېوادونه چې د چین له مسلمان مېشتو ولایتونو سره پوله لري، په وروستیو کې د اسلامي سخت دریځو ډلو له خوا د حملو شاهدان و.

پوځي کارپوه عتیق الله امر خېل وایي، چین اوس د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او بیا د چین ختیځ ته د داعش له نفوذه په وېره کې دی نو ځکه د ده په خبره هڅي کوي، څو پر وړاندې یې د سیمې په کچه ګډ اقدامات وکړي.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

هغه زیاته کړه:

"چین، تاجکستان او روسیه خصوصاً له داعش نه ډېر خطر احساسوي، تاجکستان کې ښایي ډېر ژر وضعیت ګډوډ شي، ځکه اسلامي ډلې هلته سابقه لري، چین کې هم شته، بناً داعش دوی ته یو سمټي دېوال ښکاري چې امریکا به جوړ کړی وي تر څو دوی بي ثباته کړي."

اخوا د افغانستان دفاع وزارت وایي، دوی د تاجکستان او چین له ګډو پوځي تمرینونو خبر دي خو زیاتوي چې دغه تمرینونه د دوی په خپله خاوره کې دي.

ددغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري یو وار بیا ډاډ ورکوي چې دوی هيڅ کله اجازه نه ورکوي څو وسله وال مخالفان د افغانستان له لارې ګاونډیو هېوادو ته خپل فعالیت پراخ کړي.

وزیري: اجازه نه ورکو چې داعش د افغانستان له لارې ګاونډیو هېوادونوته فعالیت پراخ کړي.
وزیري: اجازه نه ورکو چې داعش د افغانستان له لارې ګاونډیو هېوادونوته فعالیت پراخ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"تاجکستان کله له چین او کله له روسیې سره تطبیقات کوي، خو افغانستان ته دوی هیڅ کله نه را اوړي بلکې په خپله خاوره کې یې کوي، موږ ترې خبر یو او دا اطمینان مو نورو هېوادونو ته ورکړی چې زموږ له خاورې به وسله وال هیڅ کله د دوی په چارو کې مداخله و نه کړي، خو اړینه ده چې په ځپلو کې یې دغه هېوادونه زموږ سره همکاري وکړي."

پوځي کارپوه عتیق الله امر خېل وایي، دا چې داعش ته تر ډېره د یوې غربي پدیدې په سترګه کتل کېږي نو ښایي دا مسئله یو ځل بیا افغانستان د نړیوالو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل کړي.

نوموړی افغان سیاستوالو ته سپارښتنه کوي چې نړیوال په افغانستان کې د یوه ګډ هدف تعقیبولو ته را و بولي.

که نه نو د ده په خبره دا به په دې هېواد کې وضعیت لا ګډ وډ کړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG