د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

وسله‌والو طالبانو غور کې پر دولتیار ولسوالۍ حمله کړې


د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د یاد ولایت پر دولتیار ولسوالۍ له څو اړخونو حمله کړې.

د غور د امنیه قوماندانۍ امنیت امر ضیاالدین ثاقب ازادي راډیو ته وویل چې جګړه اوس هم جریان لري.

ښاغلي ثاقب په دغه جګړه کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته ویلي چې د دې ولسوالۍ په پنځه سوه مترۍ کې سخته جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو نن سې شنبه د یوې پراخې حملې پر مهال د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ ودانۍ هم د افغان سرتېرو نه نیولې ده.

د بادغیس د پولیسو ویاند عبدالحکیم یورش ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ تر سختې جګړې وروسته نن سهار وختي امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانې ووتل او په یوې بلې پوځي اډه کې ځای پر ځای شول.

ښاغلی یورش وایي، د ولسوالۍ د ودانۍ د نیولو هڅې دوام لري.

تر دا مهاله وسله‌والو طالبانو د دې دواړو پېښو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

څو ورځې وړاندې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ته د ۶۰ سرحدي سرتېرو د تسلیمېدو راپورنه هم ورکړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو لس ورځې وړاندې پر کندز ښار له څو اړخونو حمله وکړه چې د ښار ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.

د چارواکو د معلوماتو له مخې پر کندز ښار د وسله‌والو طالبانو د حملې پر مهال شاوخوا ۳۰۰ تنه ټپیان شوي چې ډېره برخه‌یې ملکي وګړي دي او همدارنګه زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودلو ته ایستل شوي دي.

د کندز ولایت د امنیت امر محمد معصوم هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو نن سې شنبه وسله‌وال طالبان د کندز ښار له دوهمې او درېیمې امنیتي حوزونه ایستلي او دا مهال تصفیوي عملیات جریان لري.

د نوموړي په خبره د دغه ښار په ځینو برخو کې لا هم جګړه دوام لري، خو د تلفاتو د وروستي شمېرو په اړه‌یې جزئیات ورنه‌کړل.

هلمند، ارزګان او فراه هم هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ په‌کې جګړې زیاتې شوي.

XS
SM
MD
LG