د لاسرسي لېنکونه

په سرپل ولایت کې لسګونه وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول.

د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسله وال نن سې شنبې د ملي امنیت ځواکونو او قومي مشرانو په منځګړیتوب له دولت سره یو ځای شول.

ښاغلي اماني له دولت سره د یو ځای شویو وسله والو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل.

اماني وویل چې دا مهال د سرپل په درېیو ولسوالیو کې له وسله والو مخالفینو سره جګړه هم روانه ده.

د یو بل خبر له مخې د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل چې د غورماچ ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ تر سختې جګړې وروسته نن سهار وختي امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له وداني و وتل او په یوې بلې پوځي اډې کې ځای پر ځای شول.

ښاغلی یورش وایي، د دغې ودانۍ د نیولو هڅې دوام لري.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو ددې دواړو پېښو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG