د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

رادمنش: شمال کې د داعش حضور یوازې رسنیز بحث دی


په داسې حال کې چې د افغانستان په شمال کې د داعش د حضور په اړه اندېښنۍ څرګندې شوي، خو دفاع وزارت وايي چې په شمال کې د داعش حضور یوازې رسنیز بحث دی.

دفاع وزارت وايي، دولتي ځواکونه کله هم په شمال کې د داعش تر بیرغ لاندې له جنګیالیو سره نه دي مخ شوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ځینو شمالي ولایتونو کې که څه هم د داعش د حضور په اړه بحث کېږي، خو افغان ځواکونه هلته د داعش جنګیالیو سره نه دي مخ شوي.

هغه وویل، د افغان حکومت پر وړاندې جنګېدونکي ډلې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د هېواد په شمال کې تر اوسه په سازمندهي شوي شکل له داسې څه سره نه یو مخ شوي چې هلته دې د داعش تر بیرغ او نښان لاندې زموږ پر وړاندې تخریبي اعمال تر سره شي، که څه هم په ځينو ولایتونو کې په دې اړه څه ویل شوي، خو دا تر اوسه د اطلاعاتو او رسنیو د بحث تر کچې دی."

دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونه د هرې هغې ډلې په وړاندې جنګېږي چې د نورو هېوادونو په نیابت جنګېږي او په افغانستان کې تروریستي اعمال تر سره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمال په ځينو ولایتونو فاریاب، سرپل، جوزجان او بدخشان کې د داعش د حضور په اړه د ملي شورا د ځينو غړو اندېښنو تر څنګ د جمهور رئیس لومړي مرستیال هم خبرداری ورکړی دی.

جنرال دوستم
جنرال دوستم

تېره میلادي میاشت جنرال عبدالرشید دوستم وویل داسې اطلاعات یې تر لاسه کړي چې داعش د بادغیس له لارې د هېواد په شمال لوېدیځ او د بدخشان له لارې د افغانستان په شمال ختیځ کې د مېشت کېدو هڅه کوي.

د دې تر څنګ په شمال کې ځينو نورو چارواکو د هغې له ډلې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په هغه ولایت کې د داعش حضور تاید کړی او په شمال کې یې د دې ډلې د حضور په پراخېدو اندېښه ښودلې ده.

په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی فتح الله قیصاري وايي، په شمال کې ورځ تر بلې د داعش فعالیتونه ډېرېږي او نور مخالفین د دې ډلې سره په یو ځای کېدو دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په شمال کې د داعش حضور ورځ په ورځ زیاتېږي او زیات شوی دی، تر څنګ یې هغه طالبان چې په خلکو یې ظلم کړی او یا یې پخوانۍ رول نشته د داعش تر څنګ ولاړ دي دا د داعش خپل خلک دي، زه سل په سلو کې تاییدوم چې هلته په شمال کې هره ورځ د داعش حضور زیاتېږي."

که څه هم دفاع وزارت راتلونکي میاشت د خاص چمتووالي او د تازه عملیاتو خبره کوي خو ځينې کارپوهان او د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې د داعش ټوله هڅه شمال کې مېشت کېدل دي.

له دې وړاندې ویل شوي دا ډله غواړي د شمال له لارې منځنۍ اسیا ته د رسېدو هدف لري، روسي، تاجکستاني او قزاقي چارواکو هم له دې امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG