د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

معنوي: نور سره مذاکره کې د ارګ هدف به د عبدالله کمزوري کول وي


اجرائیه رئیس او د بلخ سرپرست والي ته نېږدې کسان وايي چې د بلخ سرپرست والي او جمهور رئیس تر منځ په خبرو کې تر اوسه ارګ ګټونکی دی.

په داسې حال کې چې د بلخ سرپرست والي ته نېږدې ځيني کسان کابل ته د عطا محمد نور سفر د جمهور رئیس غني سره د خبرو د چټکېدو لپاره مهم ګني، خو نور او اجرائیه رئیس ته نېږدې ځيني کسان بیا په دې باور دي چې دا خبرې د جمهوري ریاست په ګټه دي.

یو له دې کسانو فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم نتیجو ته د رسېدو په برخه کې دې خبرو ته خوشبینه نه‌دی، خو دی وايي چې په دې خبرو کې د ارګ یو هدف د اجرائیه رئیس د موقف کمزوري کول دي.

معنوی: د ارګ یو هدف د اجرائیه رئیس د موقف کمزوري کول دي.
معنوی: د ارګ یو هدف د اجرائیه رئیس د موقف کمزوري کول دي.

نوموړي زیاته کړه:

"لیدل کېږي چې د لوبې ګټونکی تر ډېره ارګ او جمهور رئیس دی چې څو هدفونه یوځای تر لاسه کولای شي، یو له دې هدفونو د ډاکټر عبدالله کمزوري کول دي او ممکن د ډاکټر عبدالله او عطا محمد نور د ټيم غړو یوه مهمه اندېښنه دا وي چې دا کار د جمعیت ګوند د کمزوري کېدو او څو ټوټې کېدو سبب نه‌شي کوم چې اوس‌مهال د اجرائیه ریاست په شااوخوا راغونډ دي."

نوموړی په دې باور دی چې جمهور رئیس له دې خبرو اترو غواړي د انتخاباتي کمپاینونو هغه شعار عملي کړي چې ویلي یې و موازي حکومتونه به له‌منځه یوسي.

نوموړی وايي، د بلخ سرپرست عطا محمد نور ممکن د ځينو امتیازونو، وزارتونو، په مهمو غټو پرېکړو کې د ګډون او بلخ ته د ده خوښې کس معرفي کېدو په بدل کې له هغه ولایته تېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ په دې اړه کوم نظر نه‌دی څرګند کړی.

د بلخ سر پرست عطا محمد نور
د بلخ سر پرست عطا محمد نور

د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور او ارګ تر منځ د خبرو له پیل سره د اجرائیه رئیس یوه سلاکار سید اقا فاضل سانچارکي بیا ویلي چې دا مذاکرات شخصي دي.

ده ویلي چې عطا محمد نور کولای شي د خپلو بانکي حسابونو او بهرنیو سفرونو په اړه د جمهور رئیس سره خبرې اترې وکړي.

خو ښاغلي نور ته یوه نېږدې کس فرهاد عظمي بیا ازادي راډيو ته ویلي چې د عبدالله عبدالله په ګڼو ژمنو کې ناکامي د دې سبب شوې چې د جمعیت اجرائیه رئیس خبرو ته رامخکې شي.

اجرائیه رئیس او یا هم د اجرائیه ریاست ویاندویانو تر اوسه له ولسمشر سره د عطا محمد نور د خبرو اترو په اړه څه نه‌دي ویلي.

هڅه مو وکړه څو د اجرائیه ریاست له مرستیال ویاند جاوید فیصل سره مرکه وکړو خو هغه په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو اجرائیه ریاست ته نېږدې کسان بیا اوس هم دې خبرو ته د شخصي اړیکو جوړولو په نظر ګوري.

د اجرائیه رئیس سلاکار داود اساس وايي:

"د استاد عطا محمد نور او جمهوري ریاست تر منځ خبرې اترې شخصي دي، ارګ ورته د څو وزارتونو او ولایتونو ژمنه کړې، خو فکر نه‌کوم چې دا خبرې دې تر اوسه کومې نتیجې ته رسېدلې وي."

عطا محمد نور له دې وړاندې ویلي چې حاضر دی د بلخ ولایت پرېږدي خو جمهوري ریاست بیا د ښاغلي نور او جمهور رئیس تر منځ د خبرو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ولسي جرګې غړی او د بلخ ولایت ته نېږدې کس فرهاد عظیمي وايي چې د بلخ سرپرست والي د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب خبرو ته حاضر شوی دی.

د عظیمي په وینا د اجرائیه رئیس د مقام پیاوړي کول، په نظام کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم قدرت معلومول او د سیاسي هوکړه‌لیک عملي کول د دې مذاکراتو مهم اهداف دي.

هغه وايي چې له جمهوری ریاست سره د خبرو چټکولو لپاره به ډېر ژر د بلخ سرپرست والي کابل ته سفر وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG