د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

عظیمي: اجرائیه رئیس د خپلو ژمنو عملي کولو کې ناکام دی


د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیوي رئیس او د بلخ سرپرست ته نږدې کس او د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي وايي چې د نظام د غیر متمرکز کېدو او د سیاسي هوکړلیک نه تطبیق د ولسمشر او عطا محمد نور ترمنځ د خبرو د بحث یوه برخه ده.

ښاغلي عظیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بلخ ولایت سرپرست د جمعیت ګوند په استازیتوب له افغان ولسمشر سره وروسته له هغې د خبرو مسؤلیت واخیست چې د نوموړي په خبره اجرائیه ریاست د خلکو او د اسلامي جمعیت پر وړاندې د خلکو ژمنې عملي نه کړې.

نوموړي زیاته کړه چې له خلکو سره د عبدالله عبدالله د ژمنو نه عملي کول د دې لامل شوي چې د اسلامي جمعیت په استازیتوب عطا محمد نور له ارګ سره خبرو ته وړاندې شي.

عظیمي: اجرائیه ریاست د خلکو او د اسلامي جمعیت پر وړاندې د خلکو ژمنې عملي نه کړي.
عظیمي: اجرائیه ریاست د خلکو او د اسلامي جمعیت پر وړاندې د خلکو ژمنې عملي نه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"عبدالله عبدالله سل په سلو کې ناکام دی او د خلکو او حکومت فشارونه د دې لامل شول چې اسلامي جمعیت په دې اړه تصمیم ونیسي، تاسو پوهېږی چې په دې وروستیو کې چې د اسلامي جمعیت په نفوذي سیمو کې امنیتي وضعیت خرابېږي او دغه راز سیمه ییزې لوبې د دې لامل شوي چې اسلامي جمعیت اندېښنه څرګنده کړې، له دې وړاندې یې اجرائیه رئیس سره دغه موضوع شریکه کړې وه خو له بدمرغه نتیجه لاسته رانغله او اسلامي جمعیت تصمیم ونیوو."

د راپورونو له مخې د جمعیت په استازیتوب عطا محمد نور له ارګ سره خبرو ته وړاندې شوی چې په دغو خبرو کې ځينې هوکړې هم ترلاسه شوي دي.

خو په تېرو ورځو کې د اسلامي جمعیت ګوند ځينو غړیو ویلي وو چې عطا محمد نور نشي کولي په دغو خبرو کې د جمعیت ګوند استازتیوب وکړي.

خو عطا محمد نور ته نږدې کس فرهاد عظیمي ویلي چې د جمعیت ګوند د ځینو غړیو د اندېښنو له امله دغه خبرې له ځنډ سره مخ شوي، خو درېدلې نه دي.

د اسلامي جمعیت ګوند یوه غړي شاه ولي الله ادیب د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د نور او ولسمشر ترمنځ خبري فردي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زما له نظره به مذاکرې فردي وي هیله لرم هر کار چې کېږي هر مشوره د اسلامي جمعیت له غړیو په ځانګړي ډول د جمعیت له اجرائیو رئیس سره وشي."

خو ایا ښاغلي نور په دغو خبرو کې د اجرائیه ریاست استازیتوب کولی شي؟

په دې اړه د اجرائیه ریاست یو سلاکار سید اقا فاضل سانچارکي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عطا محمد نور د شخصي مسایلو په اړه له ولسمشر سره خبري کړې دي.

ښاغلی سانچارکي وايي چې د سیاسي هوکړلیک د تطبیق د خبرو مسؤل یوازې عبدالله عبدالله دی نه عطا محمد نور.

سنچاراکي: نور د شخصي مسایلو په اړه له ولسمشر سره خبري کړې.
سنچاراکي: نور د شخصي مسایلو په اړه له ولسمشر سره خبري کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"کومې خبرې چې په جمهوري ریاست کې د عطا محمد نور په نوښت شوي د شخصي ستونزو د حل په خاطر وې هو هېڅکله دا خبرې د اجرائیه ریاست او یا هم د سیاسي تفاهم لیک له متن نه استازیتوب نه کوي، استاد عطا کولي شي چې د شخصي ستونزو په خاطر له جمهوري ریاست سره خبرې وکړي چې د بانکي حساب مسایل دي او بهرني سفرونه، خو د سیاسي توافقنامې د موادو په اړه د خبرو حق یوازې عبدالله عبدالله لري."

خو ښاغلي سانچارکي عطا محمد نور ته د نږدې کس او د ولسي جرګې د غړي فرهاد عظیمي د خبرو په اړه څه ونه ویل.

له دې وړاندې راپورونه خپاره شوې وو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې پر یو شمېر مسایلو تر هوکړې وروسته به عطا محمد نور د بلخ له سرپرستې څخه ګوښه شي.

خو فرهاد عظیمي په تازه څرګندونو کې ازادي راډیو ته وویل چې په دغو مذاکرو کې دا بحث اجباري نه دی چې ګواکي ښاغلي نور له خپل اوسني موقف څخه لرې شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG