د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

عظیمي: د بلخ والي ټاکلو کې به عطا محمد نور رول ولري


د بلخ سرپرست والي ته نږدې کس او د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي وايي چې د ولسمشر غني سره له هو کړې وروسته به عطا محمد نور بلخ ولایت پرېږدي.

نوموړی وايي چې د ولسمشر او عطا محمد نور تر منځ په روانو خبرو کې دواړه لوري ځينو هوکړو ته رسېدلي دي.

عطامحمد نور ته نږدې کس او د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي وايي چې په دې خبرو کې له بلخ ولایت څخه د ښاغلي نور د لېرې کېدو لپاره وار دمخه کوم شرط نشته، خو د هغه په وینا له ارګ سره تر بشپړې هوکړې وروسته به هغه بلخ پرېږدي.

ښاغلی عظیمي وايي چې د بلخ د راتلونکي والي په ټاکلو کې به د عطامحمد نور رول معلوم وي.

فرهاد عظیمي
فرهاد عظیمي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه وخت چې د مذاکراتو وروستۍ نتیجه تر لاسه شي هغه وخت بیا دا موضوع یعنې د عطا محمد نور د لېرې کېدو کار هم تنظیمېږي، ښاغلی نور به د نوي والي په ټاکلو کې سل په سلو کې رول ولري او د ښاغلي نور په خوښه به یو کس هلته مقررېږي."

جمهوري ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرو دوو اونیو راهیسې د بلخ د سرپرست والي او ولسمشر غني تر منځ د خبرو اترو موضوع په ګرم بحث بدله شوې ده.

د عطامحمد نور نږدې کسانو ویلي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ناکامي د دې لامل شوې چې هغه د جمعیت اسلامي په استازیتوب له ولسمشر غني سره خبرې وکړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ژمنو په عملي کېدو کې د عبدالله عبدالله کمزروي د دې لامل شوې چې یو شمېر ملاتړي یې ترې لار بېله کړي.

احمد سعیدي وايي چې عبدالله عبدالله یو بې جرته سیاسيت مدار دی:

سعیدي: عبدالله عبدالله یو بې جرأته سیاسيت مدار دی.
سعیدي: عبدالله عبدالله یو بې جرأته سیاسيت مدار دی.

"له ښاغلي عبدالله تمه کېدله چې په پنځوس پنځوس فیصده حکومت کې به د خپل ټيم او هغو ژمنو په اړه چې یې مطرح کړي وې ګامونه واخلي خو له بده مرغه هغه ورځې په ناهیلی اوښتي دي، ښاغلي عبدالله ثابته کړه چې یو مدبر، ډاډمن او باجرأته سیاستمدار نه دی."

ازادي راډیو و غوښتل چې په دې اړه د اجرائیه ریاست نظر هم ولرو، خو د اجرائیه ریاست یو ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل چې اجرائیه ریاست د عطامحمد نور او ولسمشر تر منځ د خبرو اترو په راپورنو تبصره نه کوي.

خو له دې وړاندې د اجرائیه رئیس سلاکارانو داود اساس او فاضل سانچارکي ازادي راډيو ته ویلي چې ښاغلی نور له شخصي ادرسه غږېږي نه د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له اړخه.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG