د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

UNHCR: ٢٠١٦ کال کې له بلوچستانه ٣٧٠٠٠ کډوال هېواد ته ستانه شوي


تېر کال له بلوچستانه ٣٧٠٠٠ افغان کډوال د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي چې دا تر تېرو کلونو زيات شمېر دى او هيله څرګندېږي چې سږ کال به تر دې هم زيات کډوال خپل هېواد ته کډه شي.

یاده اداره وايي، په تېر ٢٠١٦ میلادي کال کې چې څومره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، دومره په تېرو لسو کلونو کې نه‌و ستانه شوي.

د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» د بلوچستان د دفتر مشر دنېش شريسته وايي، تېر کال اووه دېرش زره افغان کډوال له دې ايالته خپل هېواد ته کډه شوي دي.

سره له دې چې د «يو. اېن اېچ. سي. ار» له‌خوا افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدنې بهیر ارادي دى چې کډوال هر کله وغواړي هېواد ته ستانه شي، خو په تېر کال کې د پاکستان د نورو ايالتونو په شمول له بلوچستانه هم زرګونه افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه شول.

د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» مسؤل ښاغلى شريسته وايي، «يو. اېن. اېچ. سي. ار»، افغان او پاکستاني حکومتونه درې اړخيزې خبرې کوي چې څنګه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د ژوند کولو زمينه برابره کړي.

دنېش شريسته
دنېش شريسته

ښاغلى شريسته زیاتوي:

"افغان حکومت د ستنېدونکو کډوالو د کار-روزګار بندوبست کوي او نړيواله ټولنه هم په دې برخه کې هلې ځلې کوي چې دغه ورتلونکي افغانان په خپل هېواد کې دوامداره ژوند وکړي او هلته بيا نورې ستونزې ونه‌ګالي."

د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» د دفتر مشر وايي، تر اوسه پورې اکثره هغه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې په ولايتونو کې يې امنيت ټينګ شوى دى.

په کوټه کې مېشت د تخار ولايت اوسېدونکى غلام سخي وايي، درې کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستون شو، خو اته مياشتې وروسته د کار-روزګار د نشتوالي له امله بېرته کوټې ته راستون شو او تر څو چې يې پاکستان ايستلو ته اړ نه‌کړي بېرته به ستون نه‌شي.

شل کاله کېږي دلته راګډه شوي وو.
شل کاله کېږي دلته راګډه شوي وو.

دی وايي:

"شل کاله کېږي دلته راکډه شوي وو، درې کاله مخکې مو چې دلته ګوزاره ونه‌شوه له خپلې کورنۍ سره وطن ته ستون شوم، خو کاروبار نه‌و دربدره ګرځېدم اته مياشتې مې تېرې کړې بيا بېرته کوټې ته راکډه شوم، له موږ سره څلور پنځه کورنۍ نورې هم بېرته راکډه شوې، اوس نو مهاجرکارټ هم نه‌لرو او نه‌يې راکوي."

د «يو. اېن. اېچ. سي. ار» د دفتر مسؤل وايي، اټکل کېږي چې په زرګونو هغه افغانان به هم په تېر کال کې خپل هېواد ته ستانه شوي وي چې له دوى سره د مهاجرينو په توګه راجسټر نه‌دي.

د «يو. اېن اېچ. سي. ار» د رسمي شمېر له مخې په بلوچستان کې په پيل کې ٣٣٠٠٠٠ افغان کډوال راجسټر شوي وو چې له هغوى څخه شااوخوا دوه نيم سوه زره‌يې لا هم د بلوچستان په بېلابېلو کمپونو او ښارونو کې ژوند کوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG