د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

UNHCR: سږ کال ۳ لکه ۸۰ زره راجسټر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره "یو. اېن. اېچ. سي. ار" وايي چې په روان کال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په لړۍ کې ریکارډ زیاتوالی راغلی او په دغه کال کې لکونه کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

دغې ادارې د جمعې په ورځ په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې له پاکستانه درې لکه اتیا زره راجسټر افغان کډوال د دغې ادارې د بېرته ستنېدا پروګرام له لارې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

دا له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې په یوه کال کې له پاکستانه په‎خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو تر ټولو زیات شمېر دی.

په دې وروستیو کې د افغان کډوالو هېواد ته د ستنېدا لړۍ تر هغې وروسته تېزه شوه چې څو میاشتې مخکې په تورخم کې د افغان او پاکستانیو سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې دواړو خواوو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله.

تر دغې پېښې وروسته په دغه هېواد کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ شول چې عمده هغه‌یې د پولیسو له‎خوا بې‌ځایه ځورول او تنګول وو چې له امله‌یې کډوالو هېواد ته د تلو تابیا ونیوله.

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له پاکستانه ستنېدونکي هر راجسټر شوي کډوال ته ۳۷۰ ډالره نقدي مرسته هم کوي خو دا مرسته او د راجسټر کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دم‎ګړۍ ځنډېدلی دی.

خو پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي بیا وايي چې د راجسټر شویو کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ مؤقتي ډول ځنډېدلی او ټینګار کوي چې ډېر ژر به دا لړۍ بېرته پیل شي.

ښاغلي جلیلي له ازادي راډیو سره به خبرو کې سږ کال هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل بې‎ساري وبلل او زیاته‌یې کړه چې ګڼ شمېر کډوال ورسره په تماس کې دي او غواړي چې د بېرته ستنېدا لړۍ بېرته پیل شي.

جلیلي: د راجسټر کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ مؤقتي ډول ځنډېدلی.
جلیلي: د راجسټر کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ مؤقتي ډول ځنډېدلی.

نوموړی زیاتوي:

"سږ کال چې د مهاجرینو د عودت کومه اندازه وه، هغه د تېرو ۱۰ کلونو په نسبت بې‎سارې وه او دغه درې میاشتې معمولاً مخکې هم د یخنۍ په خاطر چې افغانستان کې یخني وي او مهاجرینو ته ستونزې وي، نو په دې اساس د هغوی عودت وځنډېد، نو ان‌شاءالله د راتلونکي کال د مارچ اخر تاریخ نه وروسته به دا لړۍ بېرته پیل شي او مهاجرین په بې‎ساري توګه د دې انتظار باسي چې هغوی افغانستان ته لاړ شي، ځکه چې مهاجرین اوس ذهناً تیار دي چې هېواد ته لاړ شي."

د "یو. اېن. اېچ. سي. ار" د وینا له مخې پاکستان کې دا مهال تر یو میلیون زیات راجسټر افغان کډوال پاتې دي، خو د پاکستان حکومت بیا وايي چې په همدومره شمېر کې غیر راجسټر کډوال هم د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې دېره دي.

که څخه هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې له پاکستانه د راجسټر کډوالو د بېرته ستنېدا اعداد او شمار خپاره کړي او د نا راجسټر هغو په اړه‌یې څه نه‎دي ویلي.

خو پېښور کې د کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي وايي چې په روان کال کې د راجسټر کډوالو هومره غیر راجسټر کډوال هم هېواد ته ستانه شوي، خو د دقیق شمېر په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

ښاغلی جلیلي وايي:

"د مهاجرینو کوم تعداد چې درې لکه او اتیا زره کسان هغه مهاجرین چې «یو. اېن. اېچ. سي. آر» اعلان کړل چې راجسټر شوي کډوال تللي دي، نو په همدغه تعداد خواوشا کې غير راجسټر کډوال هم افغانستان ته تللي، نو تقریباً په روان کال کې اووه لکه مهاجرین افغانستان ته تللي دي."

د یادونې وړ ده چې مرکزي حکومت څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د مېشتو راجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده د راروان ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه پورې وغځوله، خو د دې تر څنګ‌یې وویل چې د راتلونکي کال تر پایه به ټول کډوال خپل هېواد ته ولېږي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG