د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

پېښور کې «د خپل وطن ګل وطن» تر سرلیک لاندې مشاعره وشوه


د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکیو اتشې په نوښت "د خپل وطن ګل وطن" تر سرلیک لاندې یوه ستره پښتو مشاعره وشوه چې ګڼ شمېر کسانو پکې برخه اخیستې وه.

دغه مشاعره د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې د همدې اتشې په انګړ کې جوړه شوې وه، لسګونو افغان کډوالو، د پوهنتونونو محصلینو او ګڼ شمېر پېښور مېشتو لیکوالو او شاعرانو پکې ګډون کړی و.

د دغه مشاعرې ګډونوال، په ځانګړې توګه افغان کډوال خوښ ښکارېدل چې د کډوالۍ په کړکېچن ماحول او ترخو شېبو کې ورته دا ډول مشاعرې او غونډې جوړېږي.

د یادې مشاعرې یو افغان ګډونوال "بریالي میاخېل" له ازادي راډیو سره په خبرو کې همدې ټکیو ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"داسې غونډې د سړي احساست او جذبات راژوندي کوي او د پرېشانۍ او خپګان لمحې په خوشحالیو بدلوي، کډوالي ټول پرېشاني او خپګان دی، نو دا په همدې خاطر چې یو څو لمحې په خوشحالۍ تېرې شي، او د خپلو وطنوالو سره له نږدې نه سړی سره وګوري، د یو له بل له درد نه سړي خبر شي، نو دا ډول غونډې چې ددې پخوا کې چې د احساساتو او افکارو ترجماني کوي، نو د یو بل د درد او خوشحالۍ او خپګانونو هم سړی خبروي."

په پېښور کې افغان وکیل التجار "میرویس یوسفزی" هم دا مشاعره ستايي او ټینګار کوي چې دا ډول غونډې و مشاعرې له وطن سره د کډوالو مینه او د بېرته ستنېدو روحیه ژوند‎ۍ ساتي او همداشان د لرو او برو پښتنو ترمنځ د اړیکیو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دغسې مشاعرو جوړول زموږه افغان مهاجرینو وروڼو هغه روحیه چې وطن ته د ستنېدو لپاره ده، هغه ژوندۍ ساتل کېږي، دغسې مشاعرې او غونډې ډېرې ګټورې او مثبتې پایلې لري او د دواړو خواوو لر او بر پښتنو شاعران چې نن دلته راغلي ول او شرکت یې وکړ، دا د دواړو غاړو په روابطو باندې مثبت اغېز لري."

په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي بیا وايي، ددې ډول پروګرامونو له جوړولو یې مقصد دا دی چې د افغان کډوالو او د اتشې د چارواکو ترمنځ هماهنګي جوړه وي او د هغوی مشکلاتو ته لاسرسی وشي.

ښاغلي جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې همداشان وویل چې د کډوالو ترمنځ د خپل کلتور او فرهنګ د ژوندي ساتلو لپاره به ددې ډول پروګرامونو لړۍ جاري وساتي:

"مهاجرت داسې یو پدیده ده چې د وطن نه سړی یو مهاجر لرې وي، له هغو فرهنګي پروګرامونو او همدارنګه نور پروګرامونه چې هغه زموږ فرهنګ وي، هغې نه مهاجرین او زلمیان چې دلته دي، هغه بې برخې دي، زموږ فرهنګ زموږ اقدار او ارږښتونه دي، خپل ارزښتونه او خپل اقدار خپل راتلونکي نسل ته او همدارنګه کوم افغان مهاجرین چې له دې ډول پروګرامونو نه بې برخې دي، دا ورته جوړول پکار دي او تر وس او اندازې پورې به دا لړۍ جریان لري."

د یادونې وړ ده چې د مشاعرې په پای کې د موسیقۍ بنډار هم ترسره شو چې د لر بر پښتنو ځوانانو پکې ملي نغمو ته اتڼونه وکړل او څڼې یې وغورځولې.

راپور: ذییح مومند

XS
SM
MD
LG