د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

وزیرستاني کډوال: پر غلام‌خان د کور د سامانونو اړولو اجازه غواړو


د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند په ګلان کمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کوي چې د دوی د کډو د واپسۍ لپاره دې غلام‌خان لاره پرانیزي.

دوی زیاتوي، د کډوالو ډېری کورنۍ کانټینري یا د وېش والا ګاډي لري او غواړي چې د پاکستان حکومت د دغو ګاډو ورتګ ته هم اجازه ورکړي، همدارنګه د دوی د کورونو د سامانونو او د ودانیو د ګاډرو، لرګیو او نورو توکو د لېږد مخه دې هم نه‌نیسي.

د ګلان په کمپ کې یو تن مشر ملک سلیم خان داوړ وايي، څو ورځې وړاندې د دوی نه د مشرانو ۳۲ کسیزه جرګه د پولې پورې غاړې ته ورغلې وه او د پاکستان حکومت چارواکو سره‌يې خپلې غوښتنې شریکې کړې وې، خو تر اوسه‌يې ځواب ورته نه‌دی راغلی.

نوموړی غوښتنه کوي چې د دې خبرو د تعقیب لپاره دې د کډوالو مشرانو ته یو ځل بیا د جرګې موقع ورکړل شي.

داوړ: د کډوالو مشرانو ته دې یو ځل بیا د جرګې موقع ورکړل شي.
داوړ: د کډوالو مشرانو ته دې یو ځل بیا د جرګې موقع ورکړل شي.

ملک سلیم خان داوړ زیاتوي:

"دوه-درې ورځې مخکې موږ د پاکستان حکومت سره د لارې په باره کې په بانډره کې خبره شوې وه او هلته ورغلي وو، هغوی نه مو غوښتنه دا ده چې موږ څو خبرې سره کړې وې، خو موږ ته‌يې بېرته جواب نه‌دی راغلی، زموږ ستونزه د بې‌پلېټه ګاډو ده چې راسره دي، ځکه په اېجنسیو کې بې‌پلېټه ګاډي دي، زموږ سره دې هم هغه چلند وکړي چې د بنو خلکو سره وه، د پاکستان حکومت نه بیا هم دا غوښتنه کوو چې د جرګې موقع دې یو ځل بیا راکړل شي چې موږ بیا دوی سره د دې خبرې په اړه جرګه وکړو."

د کمپ یو بل تن اوسېدونکی وايي چې په دې مهاجرتونو کې یوه-یوه کورنۍ څو-څو ځایه وېشل شوې او سره بیلې شوې دي، نو دی د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو نه غوښتنه کوي چې د دوی د کورنیو د یوځایوالي لپاره دې همکاري وکړي.

داودجان: د افغانستان او پاکستان حکومت باید زموږ سره مرسته وکړي.
داودجان: د افغانستان او پاکستان حکومت باید زموږ سره مرسته وکړي.

دی زیاتوي:

"زموږ د خلکو دا مشکل دی چې دا خپل وروڼه، خویندې او د کورنۍ غړي سره بیل شوي دي، موږ د پاکستان او افغانستان د حکومتونو نه دا غوښتنه کوو، څرنګه چې اول‌يې زموږه سره کمک وکړ، له دې ځایه چې ځو، په هماغه امن او امان موږه ورسوي."

په ګلان کمپ کې یو تن ځوان قومي مشر سخي نوازم ملک وايي چې دوی د میرانشاه په شان دلته خپل کورونه او سامانونه نه‌شي پرېښودی، دی هم غوښتنه کوي چې د دې مسئلې لپاره دې یو ځل بیا جرګه جوړه شي.

نوز: موږ ته دې دا د وېش ګاډي هم خلاص شي.
نوز: موږ ته دې دا د وېش ګاډي هم خلاص شي.

ښاغلی ملک وايي:

"دلته مو جوماتونه جوړ دي، کوټې مو څه نا څه جوړې کړي دي، دا خو موږ فضول نه‌شو غورځولای، موږ ته دې دا د وېش ګاډي هم خلاص شي، سامانونه دې هم خلاص شي، د لارې لپاره هم موږ ته بیا د جرګې موقع راکړئ چې بیا خبرې پرې وکړو."

یو بل تن قومي مشر هم وايي، که چېرې دا ګاډي او د کور سامانونه په خوست کې خرڅوي، نو څوک‌يې ورڅخه په نیمه بیه هم نه‌اخلي، دی هم غوښتنه کوي چې د غلام‌خان په لاره دې دا هر څه ورسره پرېښودی شي.

دغه مشر زیاته کړه:

"موږ ته دې د غلام‌خان لار ژر نه ژر خلاصه شي، دوهم زموږ د کور ګاډي دي، زبردست تنګ یو، که هغه خرڅوو په نیمه بیه‌يې راڅخه اخلي، بل دې موږ ته د واپسۍ تاریخ راکړي، بله غوښتنه مو دا ده چې زموږ دا دومره زمانه دې بنو ته نه‌بیايي، موږ ته دې په میرانشاه باندې خاصه اینټرو راکړل شي."

د خوست مرستیال والي شېربادشاه ارګوني د کډوالو د یادو غوښتنو په باب ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو، دې کډوالو سره تر وسه مرستې کړي او تر څو چې دوی دلته پاتې کېږي، د امکاناتو په چوکاټ کې به ورسره مرستې دوام وکړي.

ارګونی زیاتوي:

"د خوست ځايي ادارې تر خپل وس او توانه پورې د دې کډوالو چې کوم ضرورتونه وو، د دولت له‌خوا نه د «UN» له‌خوا نه د «UNHCR» له‌خوا نه هغو خپلو همکاریو ته دوام ورکوو، پاتې شوه د دوی د تګ مسئله، دوی خودمختاره دي، مهاجر خپل اختیار لري، که خپلې خاورې ته ځي موږ پرې خوشاله کېږو، که دلته پاتې کېږي، هغه کوم سهولتونه چې موږ ورته تهیه کړي دي، یا زموږ امکانات‌يې ایجابوي، اوس‌يې هم ورسره کوو."

د یادونې وړ ده، د خوست په ګلان کمپ کې مېشتو کډوالو دوی سره د ژمنیو توکو او د سونګ موادو د مرستې غوښتنه هم درلوده او ویل يې چې «UNHCR» باید د تڼیو او سپېرې په ولسوالیو کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو په شان دوی هم د ژمنیو توکو او سونګ موادو د مرستو په پلان کې ونیسي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG