د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

عبدالله: لا هم ایران او پاکستان کې افغانان ستونزو سره مخ دي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د میلونونو افغان کډوالو، راستنو شویو او بې‌ځایه شویو کورنیو ستونزو ته په اشارې سره وايي چې په دې برخه کې لازمو اقداماتو ته اړتیا ده.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ‌يې د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته خبرې کولې د راستنو شویو کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شو‌یو ستونزې جدي وګڼلې.

د وزیرانو شورا غونډه
د وزیرانو شورا غونډه

نوموړی وايي:

"میلونونه افغان مهاجرین لاهم په دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې استوګنه لري چې ستونزې هم لري، په ژمي کې د بې‌ځایه شویو او بېرته راستانه شویو مهاجرینو لپاره اړینو اقداماتو ته اړتیا لېدل کېږي."

ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق به په نېږدې راتلونکي کې ایران ته سفر وکړي او د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو به له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال له ۷ میلیونو څخه زیات افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي چې نېږدې پنځه میلیونه‌یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

دغه‌شان ویل کېږي چې څه باندې یو میلیون افغانان په کور دننه د ناامنیو له امله له خپلو کورونو بې‌‌‌ځایه شوي دي.

د يو شمېر بنسټونو په وینا افغان مهاجرین په بهرنیو هېوادونو کې له ډول-ډول ځورونو او ستونزو سره مخ دي او په کور دننه بې‌ځایه شوي کورنۍ بیا د ژوند کولو لپاره ان له لومړنیو اسانتیاوو هم بې‌برخې دي.

په ورته کې د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر سید حسن عالمي بلخي هم وايي، له يوه پلوه په کور دننه د بې‌ځایه شویو شمېر ډېر لوړ شوی او له بله پلوه له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان څخه د راستېدونکو مهاجرینو په شمېر کې په بې‌ساري ډول زیاتوالی راغلی.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر سید حسن عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزیر سید حسن عالمي بلخي

ښاغلي بلخي نن د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل:

"ّپه دغه کال کې پنځه لکه يو پنځوس زره کسان د جنګونو او نا امنیو له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي چې په ټوله کې د بې‌ځایه شویو شمېر يو میلیون او درې لکو کسانو ته رسېږي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي چې د افغان راستنو شویو کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو د ستونزو د هواري لپاره یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

دا په داسې حال کې ده چې راستانه شوي کډوال او کورني بې‌ځایه شوي د حکومت له‌خوا دوی ته د لازمو امکاناتو د نه‌برابرولو له امله په وار-وار شکایت کړی او د حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه‌یې کړې ده.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG