د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

امنیت شورا د حلب ختیځ ته د څارونکو د لېږد پرېکړه‌لیک تصویب کړ


د امنیت شورا د ۱۵ غړو لوی اکثریت پرون حلب ته د ملګرو ملتونو د څارونکو او د نورو مرستندویه نړیوالو سازمانونو د کارکوونکو د تګ پرېکړه‎لیک تصویب کړ چې د حلب له ختیځه به د ملکي وګړو د وتلو د بهیر څارنه کوي.

په امنیت شورا کې په‎ دې اړه د پرېکړه‎لیک د تصویب پر مهال د فرانسې سفیر وویل چې د دې اقدام هدف د بشار الاسد د رژیم له لوري د ډله‌ییزو بشري ضد جنایتونو مخنیوی دی.

د ملګرو ملتونو څارونکي به د حلب ښار ختیځ کې هغو سیمو ته استول کېږي چې مخکې د رژیم د مخالفو وسله‎والو په لاس کې وې.

پرېکړه‎لیک غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په بېړني ډول د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت او په کړکېچ کې د ښکېلو خواوو له استازو سره خبرې وکړې او سیمې ته د دوی د څارونکو د تګ زمینه‌یې برابره کړې.

امنیت شورا کې د امریکا استازې سمنټا پاور
امنیت شورا کې د امریکا استازې سمنټا پاور

په ‎دې شورا کې د امریکا استازې سمنټا پاور پرون وویل:

"په بېړني ډول د دې پرېکړه‎لیک عملي کېدل، د حلب ختیځ کې چې تر محاصرې لاندې یوه کوچنۍ سیمه ده خو زرګونه کسان په‎کې اوسېږي، د خلکو د لېږدولو لپاره د بسونو او د لېږدولو اډو ته د دې څارونکو رسېدل د پرېکړه‎لیک اساس دی. زه فکر کوم چې دا یو مهم ګام دی او ښايي خلکو څو ورځې مخکې دا توقع نه‌درلوده چې روسیه به په امنیت شورا کې د دې پرېکړه‎لیک تصویب ته اجازه ورکړي. خو دا پرېکړه‎لیک که عملي نه‌شي، د کاغذ یوه ټوټه ده. دا زموږ کار دی چې د ملګرو ملتونو په توګه په بیړه خپل څارونکي ورواستوو."

د امنیت شورا پرېکړه‎لیک همداراز غوښتنه کوي چې ټولې خواوې په بېړني ډول او له هر قید او شرطه پرته ملګرو ملتونو او د بشري مرستو نورو ادارو ته اجازه ورکړي چې د سوريې ټولو سیمو ته بشري مرستې او روغتیايي خدمات ورسوي.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشارالجعفري پرون په نیویارک کې د وینا پر مهال، څرګنده کړه چې حکومت‌يې له حلبه د هغه په وینا، د "غیر قانوني" وسله‎والو او د هغوی د کورنیو له وتلو سره خپله موافقه ټینګه ساتلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار الجعفري
په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار الجعفري

بشارالجعفري زیاته کړه:

"د سوريې حکومت موافقه کړې چې غیرقانوني وسله‎وال او د هغوی کورنۍ له حلبه وایستل شي. ډېر خلک چې د دې ترورېستانو کورنۍ ګڼل کېږي په بسونو کې له حلبه ایستل شوي او په هغو سیمو کې چې د حکومت تر واک لاندې دي، ځای پر ځای شوي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‎لیک له بانکي مون څخه غواړي چې د بشارالاسد له رژیمه غوښتنه وکړي چې په حلب او د سوريې په نورو برخو کې د خلکو ژوند ته درناوی وکړي او د هغوی امنیت ټینګ کړي.

د فرانسې حکومت خبرداری ورکړی چې ښايي د بشارالاسد ځواکونه او د هغوی ملاتړکوونکي ملېشه ډلې د حلب ښار د ختیځو سیمو د تصفیې پر مهال بشري ضد جنایتونه ترسره کړي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډله چې له لندنه فعالیت کوي، وايي چې ګڼ شمېر بسونه چې زرګونو خلک په‎کې سپاره وو، پرون د محاصرې له سیمې وایستل او د حلب لوېدیځ ته ولېږدول شول.

XS
SM
MD
LG