د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

"م.م" امنیت شورا حلب په اړه د فرانسې په پریکړه لیک رأی اخلي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د فرانسې له خوا د وړاندې شوي پریکړه لیک د مسودې له مخې د ملګرو ملتونو څارونکي حلب ته استول کېږي چې د دغه محاصره شوي ښارڅخه د خلکو د وتلو پروسه وڅاري.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د دغه پریکړه‎لیک پر مسودې رأی واخلي.

له بلې خوا راپورونه وایي چې پر یوې نوې موافقې خبرې شوي چې له مخې یې د حلب له ختیځ او دوو کلیو څخه چې یاغي وسله‎والو محاصره کړې، ملکي وګړو او پاتې یاغي وسله والو ته د وتلو آزاد دالان پرانېزي.

د دغه پریکړه‎لیک مسوده د روسیې چې د ویټو حق لري او د سوریې جګړه کې د دې هېواد د ولسمشربشارالاسد ملاتړې ده، له مخالفت سره سره رأی ګېري ته وړاندې کېږي.

د دغه پریکړه‎لیک مسوده د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون څخه غواړي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکي چې په سیمه کې دي، د حلب له محاصره شوېو سیمو د خلکو د وتلو او هم په حلب کې دننه د ملکیانو د ساتنې پروسه سمه، بې پرې او مستقیماً وڅاري او راپور یې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

دغه پریکړه‎لیک همدا شان له بانکي مون څخه غواړي چې د دغه پریکړه‎لیک له تصویب وروسته په پنځو ورځو کې د هغه د عملي کېدو په اړه امنیت شورا ته راپور ورکړي.

د شنبې په ورځ په حلب کې په زرګونو ملکي وګړي او د یاغي وسله‎والو پاتې شوني دې ته انتظار و چې د وتلو پروسه چې یوه ورځ مخکې دریدلې وه بېرته پیل شي.

د سوریې حکومت دغه بهیر چې روسیې او ترکیې پرې موافقه کړې وه وروسته له هغې ودراوه چې په سیمه کې له نافذ شوي اوربنده د سرغړونې ضدونقیضې ادعاوې وشوې.

په حلب کې دولتي ځواکونو دغه راز د شنبې په ورځ د اول وار لپاره خلکو ته اجازه ورکړه، پر غونډۍ پرته تاريخي کلا وګوري.

د حلب ځينې برخې په وروستيو کې د سوريې د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ماریانا الحنش په نوم یوې ښځې رویټرز ته د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"زه بېرېدم چې دلته راشم، خو دوی وهڅولم او دلته یې راوستم. ما هېڅ څه پیدا نه کړل. که دغه کلا له پوځ سره نه وای نو تاسو به لا ورانه لیدلې وای."

د حلب یوه بله اوسیدونکي عبدالسلام رويټرز اژانس ته په ژړغوني اواز وويل:

"دوى زموږ د ماشومتوب خاطرې له منځه يووړې، موږ دلته په ماشومتوب کې د فوټبال لپاره راتلو. دلته يو جومات هم و چې ويجاړ کړی شوى دى. خلک ان له اروپا د دې ساحې کتلو ته راتلل. دلته هرڅه وو، خو اوس له منځه تللي دي. هېڅ شى يې روغ نه دی پرېښى."

فرانسې د پریکړه‎لیک دغه مسوده د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ټولو غړیو وویشله او هغه پردې ټینګار کوي چې په محاصره شوي حلب کې دې ته په پام سره چې په لسګونو زره کسان مرستو او ایستلو ته اړتیا لري، هلته بشري وضعیت ډېر خطرناک دی.

دا سمدستي نه ده روښانه چې روسیه به د دغه پریکړه لیک ملاتړ وکړي خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویټالي چورکین ویلي چې د فرانسې له خوا د وړاندې شوي پریکړه لیک د مسودې، په بیړه د څارونکو د ګومارلو په ګډون د متن ځینې برخې د پوښتنې وړ دي.

XS
SM
MD
LG