د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ نوی مشر وټاکل شو


شکرالله عاطف مشعل
شکرالله عاطف مشعل

افغان ولسمشرد کرکټ بورډ په اداره کې د ستونزو د هواري به هدف شکرالله عاطف مشعل د دغه بورډ د نوي مشر په توګه معرفي کړ.

ښاغلي مشعل د شنبې په ورځ د ده د معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې کرکټ باید له هرډول لاسوهنو او سیاسي مداخلو څخه پاک وي.

شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

نوموړي وویل:

"کرکټ بورډ که مستقل ونه ساتو نو ښايي کرکټ مو ورځ تر بلې خراب شي، زه له کرکټ بورډه هیله لرم چې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي، له ولسمشره هیله لرم چې همکاري وکړي او دا په ډېر ډاډ سره وایم چې په هېڅ وجه به د سیاسي، قومي او نورو مشرانو تر تأثیر لاندې رانه شم چې په کرکټ بورډ کې مداخله وکړي."

ښاغلي مشعل وویل چې ترډېره به یې هڅه دا وي چې د لوبغاړو د ټاکلو بهیر پرته له مداخلو وي او د کرکټ په تړاو په ټولو مهمو پرېکړو کې به د کرکټ پوهانو او مخکښو څېرو سره مشورې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي شاپورځدارڼ رسنیو سره په مرکه کې ویلي و چې د کرکټ بورډ مشر او اجرائیه رئیس له ده سره توپیري چلند کوي او له څو میاشتو راپه دې خوا یې په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس نه دی ورکړی.

همدارنګه په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي توګه فېسبوک کې د کرکټ بورډ په ادارې انتقادونه هم وشول چې د کرکټ مینه‎وال يې اندېښمن کړي وو.

خو دغه نېوکې او څرګندونې د کرکټ بورډ د مخکینې رئیس له‎خوا رد شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس چې د کرکټ بورډ د نوي رئیس د پېژندلو په مراسمو کې وویل چې د کرکټ په اړه ضد نقیضو څرګندونې د کرکټ لوبې ته زیان رسوي.

ښاغلي مسلمیار وویل چې کرکټ يوه ملي لوبه ده او تل يې خلکو ته خوښي ورکړي او باید ملاتړ يې وشي.

ښاغلي مسلمیار وویل چې کرکټ يوه ملي لوبه ده
ښاغلي مسلمیار وویل چې کرکټ يوه ملي لوبه ده

نوموړي وویل:

"کرکټ د محبت، مینې او یووالي لوبه ده او هېڅکله خلک د قوم، سمت او بد بختۍ په لور نه هڅوي، بلکه د کرکټ اتلان د افغانستان نوم ځلوي او ولس ته خوشحالۍ راوړي."

د کرکټ بورډ د نوي رئیس د پېژندلو په مراسمو کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ښار جوړونې وزیرسید منصور سعادت نادري، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، د ولسي جرګې يو شمېر غړو او د کرکټ د برخې يو شمېر مخکښو څېرو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې د کرکټ بورډ رهبري به په هرو درېیو کلونو کې بدلېږي او دغه شان به يې کارونه هم ارزول کېږي.

ښاغلي حکیمي همدارنګه وویل، د کرکټ بورډ د عمومي رئیس او اجرایوي رئیس کاري لایحه هم باید مشخصه شي څو په وظیفوي لحاظ د مداخلو مخه ونیول شي.

شکرالله عاطف مشعل د کرکټ بورډ نوی مشر وټاکل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG