د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

افغان کرکټ لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه يا ټاس افغانستان ګټلی و او لومړۍ یې توپ وهنه غوره کړې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ وکټو په زیان سره د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ وکټو په زیان سره ۱۵۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۱ منډو په توپیر سره وبایلله.

کریم جنت د ۲۵ منډو او ۳ وکټو په اخېستو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو دویمه لوبه به د ډسمبر په شپاړلسمه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG