د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

افغان ۱۹کلن کرکټ ټیم د پاکستان ۱۹کلن ټيم ته ماتې ورکړه


د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو کرکټ لوبډلې د سریلانکا په متارا کې د پاکستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې افغان ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې لومړی بیټنګ پيل کړ چې خپلې سیالۍ لوبډلې ته یې ۲۷۳ منډې هدف وټاکه.

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله په پوره پنځوس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په وسوځېدو سره ۲۵۲ منډې جوړې کړې چې لوبه د ۲۱ منډو په توپیر افغان لوبډلې وګټله.

د افغانستان لخوا غوره لوبغاړی درویش رسولي وټاکل شو چې ۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

افغانستان خپل راتلونکې بله لوبه د ډسمبر په ۱۸ نېټه له سینګاپور سره لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

افغانستان د اشیا د کرکټ د نولسو کلونو ټیمونو د سیالیو خپله لومړنۍ لوبه،بنګله دېش ته بایللې ده.

XS
SM
MD
LG