د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

سرچینه: عاطف مشعل د کرکټ بورډ نوی مشر ټاکل شوی


یوې باوري سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې عاطف مشعل د کرکټ بورډ نوی مشر ټاکل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې له عاطف مشعل سره د رحمت الله قریشي او مشتاق رحیم په نوم دوه نور کاندیدان هم شامل وو.

د سرچینې په وینا ټاکل شوې چې ښاغلی مشعل د شنبې په ورځ په رسمي توګه کرکټ بورډ ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوه لوبغاړي شاپور ځدارڼ رسنیو ته سره مرکه کې ویلي وو چې د کرکټ بورډ مشر او اجرائیه رئیس له ده سره توپیریز چلند کوي او د څو میاشتو راپه دې خوا یې په دغه لوبډله کې د لوبېدو چانس نه دی ورکړی.

د کرکټ بورډ پخوانی رئیس نسیم دانش و.

XS
SM
MD
LG