د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

ملا رحمت‌الله او سرچینې: طالبان له مالي ستونزو سره مخامخ شوي


طالبان له مالي ستونزو سره مخامخ دي او مرستندویان‌یې لېواله نه‌دي چې هغوی تمویل کړي ځکه په حملو کې یې تر ډېره ملکي کسان وژل کېږي نه‌بهرني ځواکونه.

دا خبره د طالبانو مشرتابه ته نېږدې یو شمېر سرچینو او قوماندانانو کړې ده.

ملا رحمت‌الله کاکازاده چې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې لوړپوړی ډیپلوماټ و، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو د تېر کال د ډراماتیکو پرمختګونو سره سره دوی له مالي پلوه ورځ تر بلې کمزوري کېږي.

کاکازاده: طالبان ورځ تر بلې کمزوري کېږي.
کاکازاده: طالبان ورځ تر بلې کمزوري کېږي.

دی وایي، روانه جګړه ورځ تر بلې ناولې کېږي ځکه ملکي تلفاتو ته اوس ډېر پام اوښتی او هغه کسان چې طالبانو ته پیسې ورکوي نور نه‌غواړي چې خپلې پیسې په داسې څه ولګوي چې ماشومان وژني.

د ګارډین په لیکنه طالبان د شتمنو افغانانو او په خلیج کې د عرب سوداګرو په ګډون له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې له خپلو پلویانو مرستې راټولوي، خو اوس له مالي پلوه طالبان دومره کمزوري شوي چې ان تر دې خپل هغه وسله‌وال چې د افغانستان په جګړو کې سخت ټپي کېږي، د پاکستان په خصوصي روغتونونو کې یې درملنه نه‌شي کولای ځکه بېلونه‌یې نه‌شي پرېکولی.

د کاکازاده په خبره له هغه مهال راهیسې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د بهرنیو ځواکونو ډېره برخه له افغانستانه ووتله او د طالبانو د سیالو ډلو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې، د روانې جګړې چې طالبان‌یې تر اوسه د بهرني اشغال په وړاندې جګړه بولي، مشروعیت کمزوری شوی دی.

د ګارډین په وینا که څه هم کاکازاده په تېرو پنځلسو کلونو کې په جګړو کې ګډون نه‌دی کړی، خو هغه د طالبانو له مشرتابه سره له نېږدې اړیکې لري.

د طالبانو د مالي کمزورتیا په اړه د هغه څرګندونې د طالبانو نورو قوماندانانو چې نومونه‌یې نه‌دي ښودل شوي هم تائید کړي دي.

یوه طالب قوماندان ګارډین ته ویلي چې د طالبانو مالي سرچینې د لومړي ځل لپاره د تېر کال په جولای میاشت کې هغه مهال کمې شوې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینه اعلان شوه.

د طالبانو د ډلې لومړی مشر ملا محمد عمر
د طالبانو د ډلې لومړی مشر ملا محمد عمر

​په روان کال کې د هغه د ځای ناستي ملا اختر محمد منصور مړینې چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو هم له مالي پلوه طالبان لاپسې کمزوري کړل ځکه منصور په خپله له سوداګرو سره ښې اړیکي درلودې او مرستې یې راټولولې.

د طالبانو دوهم مشر اختر محمد منصور چې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د طالبانو دوهم مشر اختر محمد منصور چې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د ګارډین په وینا د طالبانو نورې مالي سرچینې په افغانستان کي په تېره بیا جنوب کې چې ډېر کوکنار کرل کېږي د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د عشر راټولول دي، خو هغه هم په دې وروستیو کې د خپل‌منځي اختلافاتو له امله کمزوري شوي دي.

د ګارډین په لیکنه په تېر دوبي کې د طالبانو نوی مشر ملا هبت‌الله هغه وخت په هلمند کې د طالبانو د پوځي شورا له مشر ملا ابراهیم صدر سره ونښت چې هغه د کوټې شورا ته د پیسو له استولو ډډه وکړه.

د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخندزاده.
د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخندزاده.

خو په ولسي جرګه کې د هلمند استازی عبدالحي اخندزاده ازادي راډیو ته دا خبره رد کړه چې ګواکي په کوټه کې د طالبانو مشرتابه شورا ته به ملا ابراهیم د پیسو له استولو ډډه کړې وي.

ښاغلی اخندزاده وایي، د طالبانو مالي منابع په تېره بیا په هلمند کې د ډېرو سیمو په لاندې کولو سره لاپیاوړي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هېڅ وخت هلمند کې د طالبان پوځي قوماندانان د کوټې شورا ته خبرداری نه‌شي ورکولای چې که تاسو راځئ راشئ که نه له تاسو سره کمک نه‌شو کولای یا ستاسو اطاعت نه‌کوو، په تېرو کلونو کې دا موضوع هېڅکله نه‌ده رامنځته شوې، اوس د دوی لاسته راوړنې او عواید نور هم زیات شوي دي، ځکه هره سیمه چې دوی تر خپل کنټرول لاندې راولي، هره ولسوالي هر کلی چې دوی نیسي مالي عواید یې هم ورسره زیاتېږي."

د طالبانو یو شمېر سرچینو ویلي چې ابراهیم په یوه لیک کې د کوټې شورا ته دغه‌راز لیکلي و چې تاسو هلته په پاکستان کې ارام ناست یاست، باید شورا هلمند ته را انتقال کړئ.

خو ښاغلی اخوندزاده وایي، پاکستان به هېڅکله هم پرې نه‌ږدي چې د طالبانو د کوټې شورا د افغانستان دننه ته ولېږدول شي.

اخندزاده: پاکستان هېڅکله نه‌غواړي چې د طالبانو کوټې شورا افغانستان ته انتقال شي.
اخندزاده: پاکستان هېڅکله نه‌غواړي چې د طالبانو کوټې شورا افغانستان ته انتقال شي.

د هغه په وینا پاکستان غواړي چې پر طالبانو خپل نفوذ وساتي.

ګارډین د طالبانو د مالي ستونزو ترڅنګ دغه‌راز دا مسئله هم راپورته کړې چې ګواکې د طالبانو مشرتابه شورا اوس دې ټکي ته رسېدلې چې په افغانستان کې روانه جګړه پوځي حل‌لاره نه‌لري.

ورځپاڼې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د پخواني ډیپلومات کاکازاده له خولې لیکلي چې ویلي یې دي، د طالبانو په مشرتابه کې په دې وروستیو کې، دا مفکوره ډېره پیاوړې شوې چې جګړه په ټپه درېدلي حالت ته رسېدلې، نه دوی کولای شي چې افغانستان بیا په بشپړه توګه ونیسي او نه‌هم د افغانستان حکومت کولای شي دوی په بشپړه توګه مات کړي، ښه داده چې د افغانستان له حکومت سره یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

خو افغان کارپوه وحید مژده چې د طالبانو فعالیتونه له نېږدې څاري وایي، د افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو ته په پام سره له سولې پرته بله لاره نه‌شته خو طالبان اوس هغه څه چې ګارډین وایي، له مالي پلوه په داسې کمزوري حالت کې نه‌دي چې پر روانې جګړې یې اغېز وکړي.

ښاغلي مژده له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه‌راز وویل چې طالبانو روان کال د جګړو په ډګر کې ډېرې وسلې او پوځي وسایل له افغان امنیتي ځواکونو لاس ته راوړي او راتلونکی کال به افغانستان بیا سخته جګړه په مخ کې ولري.

مژده: له روغې جوړې پرته بله لاره نهشته.
مژده: له روغې جوړې پرته بله لاره نهشته.

نوموړي زیاته کړه:

"له روغې جوړې پرته بله لاره نه‌شته، په وار-وار موږ دا خبره کړې چې ۳۶ کاله په افغانستان کې جګړه وشوه او نتیجې ته ونه‌رسېده، باید سوله وشي، په خواشینۍ سره زه داسې حالاتو ته ګورم چې راتلونکی کال به له دې کاله هم بد کال وي."

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه د طالبانو په مشرتابه کې د راپورته شویو اختلافاتو په اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر سید طیب اغا د هغه لیک یادونه کړې چې محتوا یې تېره میاشت په ډاګه شوه.

په دغه لیک کې چې طیب اغا د طالبانو نوي مشر ملا هبت‌الله ته استولی، ویلي چې د دې لپاره چې په خپلواکه توګه پرېکړې وکړو، تاسو، زموږ مشرتابه شورا او د مختلفو کمېټو مشران باید له پاکستانه ووځئ.

طیب اغا زیاته کړې، اوسنیو شرایطو ته په پام سره چې زموږ هغه مشران چې مهمې پرېکړې کوي، په پاکستان کې دي، دا هېواد کولای شي زموږ او د افغانستان د ګټو پر ضد له خپل نفوذه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG