د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

ولسي جرګه غواړي د امنیت خرابېدو په اړه امنیتي مسؤلین وروبولي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د دغه هېواد امنیتي وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی او په کار ده چې د امنیتي بنسټونو مشران د اساسي پوښتنو لپاره وروغوښتل شي.

یاده جرګه وايي، د افغان ځواکونو د مدیریت او د دښمن سره د جنګ په اړه یوه اندازه ستونزې پر ځای پاتې دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ د ولایتونو امنیتي وضعیت په اړه د وکیلانو له اندېښنو اورېدلو وروسته وویل چې د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمېسیونونه باید د هغه څه په اړه کتبي پوښتنې امنیتي مسؤلینو ته وسپاري چې اندېښنې یې راپارولي دي.

ښاغلی ابراهیمي وايي، امنیتي چارواکي مسؤل دي چې د کلیشه‌یي ځوابونو پر ځای اساسي موضوعات ځواب کړي.

ابراهیمي: امنیتي مسؤلین باید د کلیشه‌يي ځوابونو پر ځای اساسي موضوعات ځواب کړي.
ابراهیمي: امنیتي مسؤلین باید د کلیشه‌يي ځوابونو پر ځای اساسي موضوعات ځواب کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"رښتیا هم د افغانستان امنیتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، د مدیریت او رهبرۍ په اړه ځيني نواقص دي او د دښمن سره د مقاومت په برخه کې هم یو شمېر ستونزې وینو، نو دا اندېښنې دې د پوښتنو په ډول په لستونو کې تیارې او اداري پلاوي ته وسپارل شي چې موږ یې بیا د داخلي اصولو مطابق امنیتي مسؤلینو ته وسپارو."

له دې وړاندې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان، جمهور رئیس غني او د حکومت ځيني نورو چارواکو هم د افغان ځواکونو د مدیریت په اړه اندېښنې تائید کړي دي.

په ولسي جرګه کې د بېلابېلو ولایتونو استازي انتقاد کوي چې که له یوې خوا وسله‌والو مخالفینو جګړه تېزه کړې له بل لوري یې په وړاندې سم ځواب نه‌شته.

خو افغان چارواکو تل ویلي چې مخالفین وروستی زور ازمايي او غواړي د سیمې د یو شمېر هېوادونو په ملاتړ په افغانستان کې امنیتي وضعیت له دې امله وننګوي چې افغان حکومت په نړیواله کچه پام خپل کړی دی.

په ولسي جرګه کې د ارزګان او پکتیکا ولایتونو استازي د امنیتي اندېښنو په دوام وايي چې د پاکستان سره پر پوله پرتو دغو ولایتونو کې امنیتي اندېښنې لا په ډېرېدو دي.

ولسي جرګه: د هېواد امنیت د ډېرې اندېښنې وړ دی.
ولسي جرګه: د هېواد امنیت د ډېرې اندېښنې وړ دی.

​عبیدالله بارکزي او محمود خان سلېمان‌خېل وویل:

"په ارزګان کې د دښمن د موټرو، ټانکونو، دهشکو، راکټو او نورو مهماتو شمېر زموږ له دولت څخه ډېر دی، تر اوسه پورې دوه میاشتې شوي ولې مرکزي دولت هیڅ حرکت نه‌دی کړی."

"زموږ د درېیو ولسوالیو لارې تقریباً د درېیو کلونو راهیسې بندې دي او اوس په هغو ولسوالیو کې چې کوم جنګ دی طالبان په‌کې ډېرې قوي وسلې کاروي او د پاکستان ملېشې ورسره مستقیماً په څنګ کې ولاړې دي."

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د هېواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د خوځښتونو په وړاندې غلي نه‌دي ناست او پر وخت عملیات لري.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو مخالفینو سږ کال درانه زیانونه لیدلي، د دوی مالي او تجهیزاتي سرچینې کمزورې شوي او نه‌شي کولای په راتلونکي کې هسې جګړه پر مخ یوسي چې سږ کال‌یې وکړه.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG