د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د افغانستان په یو شمېر ښارونو د وسله والو حملو په اړه تبصرې


یو شمېرلویدیځو ورځپاڼو د کندز په شمول د افغانستان په یو شمېر ښارونو د وسله‎والو طالبانو پر وروستیو بریدونو او په وړاندې یې د افغان امنیتي ځواکونو په مقاومت لیکنې خپرې کړې دي.

"افغان ځواکونه په یوازې ځان هڅه کوي چې د طالبانو د یرغلونو په وړاندې مقاومت وکړي." دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو لیکنې سرلیک دی.

ورځپاڼه د چارواکو په وینا وايي، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه پر کندز ښار د طالبانو د یوې اوونۍ راهیسې د روان برید د په شا تنبولو هڅه کوي ، وسله‎والو په لویدیځ او جنوب کې پر ښاري سیمو بریدونو ته زور ورکړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي:

فراه کې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د برید په وړاندې د لومړي خط د ساتلو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

همدارنګه د هلمند د مرکز لښکرګاه په شاوخوا کې هم جګړې روانې دي.

د ورځپاڼې په وینا د لښکرګاه ښار د میاشتو راهیسې د طالبانو له ګواښ سره مخ دی او افغان ځواکونه تراوسه په دې کې پاتې راغلی چې د طالبان له نیول شویو سیمو په شا کړي.

ورځپاڼه زیاتوي ، کندز کې کوڅه په کوڅه جګړې چې لسګونه زره خلک یې بې کوره کړل، هغه باور زیانمن کړی چې ویل کېږي د لویدیځ له‎خوا روزل شوي او تمویلیدونکي افغان امنیتي ځواکونه ښاري سیمې ساتلی شي.

خو نیویارک ټایمز زیاتوي، افغان او لویدیځ چارواکي اوس هم وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په یوازې ځان د خپلو سیمو په دفاع توانیدلي دي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان جان نیکولسن له خولې چې د شنبې په ورځ د لوړو پوړو افغان چارواکو سره لښکرګاه ته تللی و وايي، طالبانو د اګسټ د میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښارونو د نیولو اووه هڅې کړي دي چې د ده په وینا دا هره هڅه ناکامه شوې ده.

خو ورځپاڼه د فراه د ولایت د ولایتي شورا د مشر فرید احمد بختور له خولې وايي، د یکشنبې په شپه طالبان د فراه مرکز ته نېږدې د بیرنګ توت سیمې ته رسیدلي وو او که هوايي بمباري نه وای شوې نو ډېرنېږدې و چې د فراه ښار ونیسي.

بختور دې ورځپاڼه ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، یو شمېرافغان سرتېرو خپلې پوستې پرته له دې چې یو ډز هم وکړي خوشې کړې وې.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې بیا یوه لیکنه کړې ده چې سرلیک یې دی "د طالبانو له‎خوا تر پخوا قوي چاودیدونکې مواد کارول کېږي او بیه یې افغان سرتیري پرې کوي."

ورځپاڼه په جګړه کې د یو ټپي شوي او معلول سرتېري جاوید محمدي کیسه کوي او وايي، افغانستان اوږده موده په جګړه کې ښکیل و، دومره اوږده موده چې د جګړې د قربانیانو درې نسله یې پر ځای پرېښي.

لیکوال وايي، له دوی څخه ډېرو د بدن غړي له لاسه ورکړي چې ډېر یې د شوروي اتحاد له‎خوا د کار شویو مځکنیو ماینونو او نور چاودیدونکو موادو له کبله وو.

خو د ورځپاڼې په وینا د طالبانو خلاف د تېرې لسیزې جګړې د معیوبو سړیو یو بل نسل رامنځ ته کړی دی چې تقریباً ټول یې په څو ویشت کلنۍ کې دي.

د ورځپاڼې په وینا د دوی ډېری د جګړې د پخوانیو ټپي سرتېرو په مقایسه سخت ټپیان شوي ځکه هغه چاودیدونکې مواد چې د اوسنیو وسله‎والو له‎خوا کارول کېږي تر پخوانیو هغو ډېر قوي دي.

XS
SM
MD
LG