د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

سرچینه: د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ قطر کې لیدنه شوې


د افغان حکومت یوه چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته تائید کړه چې د قطر په مرکز کې د افغان حکومت استازو له طالبانو سره خبرې کړې دي.

دا خبر تر دې مخکې ګارډین ورځپاڼې افشا کړې او څرګنده‌یې کړه چې د غبرګولي میاشتې له دوهمې نېټې راپه دې‌خوا چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو دا لومړی ځل دی چې دواړه خواوې مخامخ خبرو ته سره کېني.

د طالبانو پخوانی وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور
د طالبانو پخوانی وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور

د ورځپاڼې په وینا دا خبرې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې او تېره میاشت ترسره شوې دي او په‌کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان اخند برخه اخیستې ده.

د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازي هم ازادي راډیو ته وویل چې دا خبرې شوې دي، خو دی وایي چې د دوی ډله په‌کې نه وه.

ملا عبدالمنان نیازی
ملا عبدالمنان نیازی

​ښاغلی نیازی وايي:

"کومې منابع چې موږ په کوټه او پېښور کې لرو دا مذاکرات له څو ورځو راهیسې د عبدالمنان په مشرۍ روان دي، دا خبرې له امریکایانو سره هم شوي او د افغانستان له حکومت سره هم شوي دي."

ګارډین د طالبانو په وینا وایي چې د قطر په مرکز کې د سپټمبر په لومړیو کې په دوستانه فضا کې خبرې وشوې او په هغې کې د ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان اخند د افغانستان د ملي امنیت له عمومي رئیس معصوم ستانکزي سره مخامخ خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی

د کوټې شورا یوه غړي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي دي چې طالبان په دې باور دي چې د افغانستان مسئله درې غاړې لري، امریکا، افغان حکومت او طالبان او که چېرته دغه درې سره خواوې خپلو غونډو ته دوام ورکړي په راتلونکي کې به مثبت پرمختګ رامنځته شي.

د کوټې شورا غړي دا خبره هم وکړه چې ملا عبدالمنان اخند د دوی د شورا له لوري د دې لپاره قطر ته استول شوی دی چې دا خبرې مهمې دي او د ملا منان ګډون په دې خبرو کې دا معنی لري چې د طالبانو سیاسي او پوځي حضور په دې خبرو کې موجود وي.

د راپور له مخې د قطر په غونډو کې پاکستان برخه نه‌لرله، ګارډین د یوه غربي مسؤل په وینا وایي چې په پاکستان کې په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر چارواکي ونیول شول او په دې ډول د پاکستان د استخباراتو شبکه غواړي چې یو ځل بیا د سولې پر خبرو خپل کنټرول ولري.

قطر کې د افغان طالبانو غیر رسمي دفتر
قطر کې د افغان طالبانو غیر رسمي دفتر

دوحه له نېږدې درې کلونو راهیسې د طالبانو د ډیپلوماسۍ په مرکز بدله شوې ده او هلته طالبانو خپل غیر رسمي دفتر پرانیستی دی.

شاوخوا لس ورځې مخکې ملا عبدالمنان نانی په کوټه کې ونیول شو، دی د طالبانو د شورا مالي مسؤل و.

تر ملا ناني مخکې ملا صمد ثاني چې د طالبانو لپاره د مرستو د جلبولو مسؤل و په کوټه کې نیول شوی و.

افغان ولسمشر ته یوه نېږدې کس ګارډین ته ویلي دي چې په پاکستان کې نیول شوي کسان د ملا منصور خلک دي او دوی پر پاکستان شکمن شوي دي چې د ملا منصور په قتل کې یې لاس درلود.

د ګارډین ورځپاڼې په باور د قطر د سولې له خبرو سره به د ملا محمد عمر زوی محمد یعقوب هم یوځای شي.

تر دا مهاله افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو په رسمي ډول د دې لیدنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG