د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د ملا عمر د مړینې خبر د طالبانو په لیکو کې له اختلافاتو پرده پورته کړه


ګڼمشېر لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې او د طالبانو پر مشرتابه او لیکو کې د اختلافاتو په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ملا عمر د مړینې په اړه په خپله وروستۍ مقاله کې لیکلي:

د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي. ای. اې مشرلېون پنیټا د پاکستان د هغه مهال له ولسمشر سره د ملا عمر د ځای او وضیعت په اړه ځورونکي استخباراتي معلومات شریک کړل.

سي. ای. اې د پاکستان ولسمشر ته وویل؛ دوی کره معلومات لري چې ملا عمر د کراچۍ په یوه روغتون کې بستر شوی او دغلته يې درملنه شوې ده.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د سي. ای. اې مشر اصف علي زرداري ته خبره نوره هم واضحه وکړه او ورته يې وویل چې ملا عمر د کراچۍ په اغاخان روغتون کې بستر و.

د مطلب لیکونکی وايي، د ملا عمر د مړینې په اړه معلومات چې ورو - ورو راڅرګندیږي د تروریزم پر ضد مبارزه کې د امریکا او پاکستان د اجنډاو تر منځ د سیالۍ او کله نا کله د دواړو لورو د پټو تګلارو جزئیات په ډاګه کوي.

واشنګټن پوسټ دامریکا د اوسنیو او پخوانیو استخباراتي چارواکو له قوله وايي:

سره له دې چې د ملا عمر د موندلو لپاره پراخې استخباراتي هڅې شوي؛ خو دا هلې ځلې هېڅکله هم په هغې اندازه نه وې چې متحده ایالاتو د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د موندلو لپاره ترسره کولې.

په امریکا کې د پاکستان سفیر دا راپورونو چې ملا عمر په پاکستان کې مړ شوی دی؛ رد کړي او هغه يې بې اساسه اټکل بللی دی.

واشنګټن پوسټ د یوه پخواني پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي؛ یو شمېر پاکستاني چارواکو د دې لپاره د ملا عمر د مړینې خبره پټه ساتلې وه چې وېره يې درلوده چې دا خبر ښايي طالبان وویشي او دا به د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان نفوذ کم کړي.

دغه پخواني پاکستاني چارواکي ویلي؛ ای. اېس. ای د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د پاکستان مشرانو ته وویل چې ملا عمر سخت ناروغ دی او روغتیايي وضیعت يې مخ په خرابېدو دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي؛ د ملا عمر د مړینې خبر د طالبانو په لیکو کې له درز او اختلافاتو پرده پورته کړه.

ورځپاڼه لیکي، طالب مشران نه یوازې په دې اړه چې څوک به د ملا عمر ځای ناستی وي؛ بحثونه او سلا مشورې کوي بلکې په دې هم غور کوي چې څوک دا توان لري چې دا ډله له ویشل کېدو وژغوري.

نیویارک ټایمز په افغانستان او پاکستان کې د میشتو طالب مشرانو او قومندانانو په حواله لیکلي چې طالبان د اوږدې مودې راهیسې د دې پوښتنې چې څوک به د دې وسله والې ډلې مشري پر غاړه اخلي؛ د ځواب پیدا کولو هڅه کوي.

ورځپاڼه د دوه طالب مشرانو په حواله چې نومونه يې نه دي یاد شوي؛ وايي، د نوي مشر د ټاکلو لپاره به تر څو راتلونکو ورځو پورې یوه لویه شورا پرېکړه وکړي.

افغان چارواکو او طالب مشرانو نیویارک ټایمز ته ویلي که څه هم چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه اعلان شوی دی؛ خو د هغه تر څنګ د مشرۍ لپاره د ملا عمر د مشر ځوی ۲۳کلن ملا یعقوب نوم هم یادیږي.

د افغانستان د سولې پر پروسې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو د اغیز په اړه نیویارک ټایمز لیکلي، داسې ښکاري چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې چې د جولايې په ۷مه نېټه پیل شوې؛ تر هغې ځنډیدلې وي تر څو پورې چې طالبانو خپل برخلیک ټاکلی نه وي.

د بحران د نړیوال سازمان کارپوه ګرایم سمیت نیویارک ټایمز ته ویلي؛ د طالبانو په لیکو او مشرتابه کې لا دمخه اختلافات پورته شوي.

نوموړی وايي، د وسله والو قومندانان له طالبانو په جلا کیدو او وايي چې د ملا عمر په مړیني سره دې ډلې ته د دوی د وفاداری د لوړې اعتبار هم پای ته رسیدلې دی.

XS
SM
MD
LG