د پاکستان پوځي مقامات وايي چې امنیتي ځواکونو د مومند ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې د ملېشه یا «ایف. سي» ځواکونو پر یوه کمپ د ترهګرو برید ناکامه کړی، خو دواړو خواوو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی هم کوي.
د چارواکو په خبره، ترهګرو د شنبې په ورځ سهار د مومند ایجنسۍ په مرکز غلنۍ کې د «ایف. سي» ځواکونو پر "راېفلز" نومي کمپ ډله ییز برید وکړ چې په نتیجه کې یې د ملېشه ځواک لږ تر لږه ۲ سرتېري مړه او ۱۴ نور ټپیان شول.
د پاکستان د پوځ ویاند عاصم سلیم باجوه په دې اړه پر خپلې ټویټر پاڼې په یوه خپور کړي بیان کې د ترهګرو په حملې کې د خپلو دوو سرتېرو د مړینې د پخلي ترڅنګ ویلي چې امنیتي ځواکونو د ترهګرو برید ناکامه کړی او ۴ سله وال بریدګر یې پکې وژلي دي.
نوموړی همداشان وایي، وسلهوال بریدګر چې ځانمرنګي واسکټونه یې په تن و، لومړی ناتاره ډزې وکړې او غوښتل يې چې جومات ته دننه شي.
په مومند ایجنسۍ کې یوې باخبرې ځايي سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې امنیتي ځواکونو د ایف سي ځواکونو پر کمپ تر برید وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګولی، داخلي او خارجي لارې یې تړلي او تلاشي عملیات یې پیل کړي دي.
مومند ایجنسۍ د افغانستان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې د دې هېواد له کونړ او ننګرهار ولایتونو سره نښتې اوږدې پولې لري.
په دې وروستیو کې په دې سیمه کې پر امنیتي ځواکونو، دولتي ودانیو او حکومت پلوه امن لښکر بریدونه په داسې وخت کې ډېر شوي چې د پاکستان پوځي مقاماتو څه موده وړاندې په دې سیمه کې پراخ پوځي عملیات وکړل او دا سیمه يې له ترهګرو پاکه اعلان کړه.
وسله والو تېره ورځ د دې ایجنسۍ په چمرکنډ نومي سیمه کې یو سرکاري ښوونځي په بمونو الوځولو ترڅنګ تېره اوونۍ یو حکومت پلوه قبایلي مشر ملک دارا هم په بمي برید کې وژلی و.
په عین حال کې د روان کال په سپتمبر میاشت کې د همدې ایجنسۍ په انبار سیمې په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی و چې په نتیجه کې د ماشومانو په ګډون تر ۳۰ زیات کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي و.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په مومند ایجنسۍ کې د ایف سي ځواک پر کمپ د برید مسؤلیت له تحریک طالبان پاکستان څخه بیلې شوې جماعت احرار وسله والې ډلې منلی دی.
د یادونې وړ ده چې که څه هم په مومند ایجنسۍ کې لا هم امنیتي ځواکونه د ترهګرو پرخلاف پر عملیاتو لګیا دي، خو ددې ترڅنګ په دې وروستیو کې په دې سیمه کې د ټولو خونړیو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت همدې جماعت احرار ډلې منلی دی.
راپور: ذبیح مومند