د پاکستان پوځ په يوه مفصل راپور کې ويلي، د نومبر د شپږ ويشتمې نېټې په حمله کې لومړی د دغه هېواد عسکرو ډزې نه دي کړي.
امريکا تر دې مخکې ويلي و، چې لومړي پاکستاني پوځيانو پر افغان او امريکايي پوځيانو، چې له خپلو وسله والو مخالفانو سره په جګړه بوخت ول، ډزې کړې وې، خو پاکستان دا ادعا ردوي.
د پاکستان د پوځ په راپورکې ويل شوي، چې په دې پېښه کې د پاکستان ملامتول، د منلو وړ نه ده.
د امريکا متحدو ايالتونو په دې اړه تحقيقات د دسمبر په مياشت کې بشپړ کړل او د پاکستان اوسني راپور د امريکا د هماغه راپور په عکس العمل کې خپور شوي دي.
امريکا د پاکستاني عسکرو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې، خو ويلي يې دي چې امريکايي ځواکونو دا مناسب اقدام د ځان د دفاع لپاره کړي ځکه چې فکر يې کاوه چې د وسله والو طالبانو له لوري پرې بريد شوي دي.
پاکستان، چې د خپلو عسکرو پر وژل کېدو غوسه شوي و، په افغانستان کې د ناټو او امريکا د پوځيانو اکمالاتي لار بنده کړه او همدا راز يې امريکايي پوځيانو ته امر وکړ چې د شمسي له هوايي اډې څخه ووځي.
امريکا د دې جنجال د کرارولو لپاره د يوې مودې په مخه د پاکستان پر قبايلي سيمو د بې پېلوټو الوتکو حملې ودرولې. خو د راپورونو له مخې په وروستيو کې يې درې حملې کړي دي.
پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل، د امريکا د بې پېلوټې الوتکې له لوري په شمالي وزيرستان کې د ديګان کلي په راکټ وويشتل شو چې په نتيجه کې يې څلور تنه ووژل شول.
د پاکستان استخباراتي مامورينو د نوم د نه ښوولو په شرط اسوشيتيد پريس خبري اژانس ته وويل چې په پرونۍ حمله کې بهرنيان وژل شوي دي.
امريکا هيڅوخت په ښکاره د بې پېلوټو الوتکو د حملو په اړه څه نه دي ويلي خو امريکايي چارواکو په خصوصي ډول ويلي چې په دې بريدونو کې د القاعده او طالبانو زيات قومندانان وژل شوي دي.