د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

وردګ: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی خو بڼه‌یې ناوړه شوې


د افغانستان د ښځو چارو وزارت، د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د منع نړیوالې ورځې په مناسبت شپاړس ورځنی کمپاین پیل کړ.

د دې وزارت مسؤلین وايي، د کمپاین په ورځو کې به خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جاري وي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د منع نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې غونډه کې وویل چې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي پېښې د تېر کال په نسبت کمې شوي، خو بڼه‌یې ناوړه او قهرجنه شوې ده.

وردګ: زورزیاتی ډېر نه بلکې کچه‌یې ټیټه شوې ده.
وردګ: زورزیاتی ډېر نه بلکې کچه‌یې ټیټه شوې ده.

نوموړې زیاته کړه:

"زورزیاتی ډېر نه بلکې کچه‌یې ټیټه شوې ده، خلک او ښځې توانېدلي چې عدالت وغواړي او پېښې له ارګانونو او رسنیو سره شریکې کړي، له همدې امله موږ د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۶۰۰ قضیې لرلې، په دې شمېرې خوښ نه‌یو، هڅې کوو چې کمې یې کړو او له مینځه‌یې یوسو."

د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د منع نړیوالې ورځې په مناسبت په همدې ورځ په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په مقصد، د عامه پوهاوي شپاړس ورځنی کمپاین پیل کړ.

یاد وزارت وايي، په زوره او کم عمر کې د نجونو ودول، په بدو کې د دوی ورکول، ښځې او نجونې شاقه کارونو ته اړ ایستل، د دوی وهل ټکول، له زده‌کړو بې‌برخې کول او داسې نور هغه څه دي چې د هېواد په ځینو سیمو کې، ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وايي چې د دوی مرکزي او ولایتي دفترونه هر کال له ښځو سره د زورزیاتي په سلګونو قضیې ثبتوي او راپور يې د حکومت اړوندو ارګانونو ته سپاري.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې مېرمن وردګ، د ښځو د حقونو د پېژندګلوي لپاره د دینې عالمانو تبلیغات غوره وګڼل او د حج او اوقافو له وزارت څخه‌یې هیله وکړه چې دیني عالمانو ته دنده وسپاري چې د ښځو حقونه د اسلام د احکامو له مخې خلکو ته تشرېح کړي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي‌الحق عابد ژمنه وکړه چې د دې کمپاین له پرمخ بېولو سره پوره مرسته وکړي.

عابد: د ښځو پر وړاندې زورزیاتی د اسلام له نظره حرام دی.
عابد: د ښځو پر وړاندې زورزیاتی د اسلام له نظره حرام دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ښځو پر وړاندې زورزیاتی د اسلام له نظره حرام دی، د حج او اوقافو وزارت د دیني مسؤلیت له مخې چې لري یې، هڅه کوو چې د دیني عالمانو له لارې دغه ستونزه کمه کړو."

د نظیفي جلالي په نامه یوې پېغلې له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ښځو سره تاوتریخوالی وغانده او دا عمل‌یې د بشري، اسلامي او مدني قوانینو او اصولو خلاف وګاڼه.

مسؤلینو له ښځو سره د زورزیاتي لاملونه له قانون څخه د خلکو بې‌خبري، د ټولنې او کورنیو ځینې ناوړه دودونه، بې‌وزلي او داسې نورې ناخوالې په ګوته کړې.

سره له دې چې حکومت او د ښځو د حقونو په لسګونو کورنۍ او بهرنۍ ملاتړې مؤسسې په دې برخه کې فعالیت کوي، خو بیاهم په ځینو ځایونو کې د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي ځینې بوږنوونکې پېښې تکرارېږي.

افغان چارواکي وايي، د ښځو د حقونو خوندیتوب د دوی په لومړیتوبونو کې دی.

د همدې هڅې په لړ کې تېره اوونۍ ولسي جرګې د ښځو پر وړاندې د منع قانون تصویب کړ.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG