د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

حمیدي: څارنوالان دې پېښې له تعصبه پرته جدي وڅېړي


د افغانستان لوی څارنوال د مرکز او ولایتونو د څارنوالانو د کنفرانس د وروستۍ ورځې په غونډه کې وویل، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی‎، د ناامنیو او اداري فساد په څېر د هېواد او خلکو په زیان دی.

لوی څارنوال فرید حمیدي نن چهارشنبې په کابل کې د مرکز او ولایتونو د څارنوالانو په کنفرانس کې پر څارنوالانو ټینګار وکړ چې د قضیو د څېړلو پر مهال، د هېواد نافذ قوانین له هر ډول جنسیتي، قومي، نژادي او سیمه ییزو تعصبونو پرته په جدي توګه پلي کړي.

ده وویل، د قانون حاکمیت په هېواد کې د عدالت د تأمینولو، د سولې ټینګښت او د ښځو د حقونو د خوندیتوب یوازینۍ لاره ده.

لوی څارنوال فرید حمیدي
لوی څارنوال فرید حمیدي

ښاغلي حمیدي وویل:

"څو چې له بې عدالتۍ سره مبارزه ونه شي او د قانون حاکمیت ځای ونه نیسي، نه شو کولای چې هېواد کې د سولې او ثبات په تمه واوسو. تاوتریخوالی زموږه د ژوند خوښی او د کورنیو سوکالي له‎منځه وړې ده. دغه دوه خطرناکې ویروونکې مسئلې بیا زموږ او د دولت له ټولو ارګانونو نه غوڅه اراده غواړي. څو لاسونه سره یو او پر ضد یې په ګډه مبارزه وکړو."

لوی څارنوال دا هم وویل، د قانون په پلي کولو کې اړتیا ده چې د حکومت نور ارګانونه له لوېې څارنوالۍ سره جدي او دوامداره همکاري وساتي.

ده حکومت ته وړاندیز وکړ چې د هېواد د ویاړنې یو شمېر مډالونه دې د هېواد د اتلو او قرباني شویو ښځو په نامه هم ونومول شي.

د افغانستان د څارنوالانو کنفرانس وړمه ورځ د جمهوري ریاست ارګ ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې د څارنوالانو مسلکي ظرفیتونو پر لوړولو او په قضیو کې د قانون پر پلي کولو بحثونه شوي دي.

کابل کې د څانوالانو غونډه
کابل کې د څانوالانو غونډه

افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هغه څه دي چې په وار- وار یې په اړه غونډې جوړې شوي او له اړوندو ارګانونو او ان دیني عالمانو څخه غوښتل شوي چې د ښځو حقونو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي مخنیوي برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

غونډه کې د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وویل، ځیني کړۍ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته د دود او مذهب پلمې جوړوي خو له تېرو څو کلونو راهیسې حکومت هڅې کړي چې د دې ډول ناجایزه کړنو مخه ونیسي.

ښاغلي عبدالله ژمنه وکړه چې د ښځو اړوند نافذو مقررو او سټراټیژیو کې به د بیا کتنې په اساس هڅه وشي چې د ښځو حقوق په کې خوندي پاتې شي.

د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله

دی وايي:

"سخته لاره په مخکې لرو، خو د هېواد په راتلونکې که فکر کوو، اداري فساد او خشونت که په هرځای کې وي، جنسي تېرۍ هم په‎کې شاملېدلای شي. زه په دې برخه کې د وړاندیزونو هرکلی کوم او ډاډ ورکوم چې په دې لاره کې به په قوت، جدیت او ټول ظرفیت سره د خلکو ترڅنګ ولاړ ووسو."

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ښځو په وړاندې یې هر ډول تاوتریخوالی غندلی دی.

د بشري حقونو رئیسې سیما ثمر د ښځو د ظرفیتونو په لوړوالي ټینګار وکړ.

د غونډې ویناوالو وویل، په قضیو کې له هېواد او خلکو سره وفاداري، صداقت او د ټولنې او اسلام د ارزښتونو په پام کې نیول کولای شي چې له سولې او ثبات سره هم مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG