د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

ننګرهار کې د داعش فعالیت پراخېدو د یاد ولایت خلک اندېښمن کړي


په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو یو شمېر استازي او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، د یاد ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش حضور د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

دوي وايي، داعش ډلې د ننګرهار په ځينو ولسوالیو کې پراخ تبلیغات پیل کړي چې باید مخه یې ونیول شي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی وايي، افغان امنیتي ځواکونه باید له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې د داعش ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي.

ذبیح الله زمري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"اوس مهال داعش په هسکه مېنه، اچین او کوټ ولسوالیو کې حضور لري، په هغو سیمو کې چې داعش شته خلک پکې د غلامانو په څېر دي او د داعش پر وړاندې هیڅ هم نشي کولای، داعش حتا د خلکو په شخصي ژوند کې هم مداخله کوي چې موږ ته د منلو وړ نه دي او له امله یې ډېر اندېښمن یو."

په ورته وخت کې، په ولسي جرګه کې د ننګرهار یو شمېر استازي هم په دغه ولایت کې د داعش فعالیتونه د اندېښنې وړ بولي او وايي چې عامو خلکو د داعش له ویرې خپل کورنه پریښې او ښار ته بېځایه شوي دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې لیلما حکیمي ازادي راډیو ته وویل، که چېرې حکومت د داعش د فعالیتونو مخه ونه نیسي دغه ډله به ختیځ کې په یو ستر ګواښ بدله شي.

حکیمي: که دداعش د فعالیت مخه ونه نیول شي په یو لوی ګواښ به بدل شي.
حکیمي: که دداعش د فعالیت مخه ونه نیول شي په یو لوی ګواښ به بدل شي.

نوموړې زیاته کړه:

"د پچیراګام په ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، تقریباً د ننګرهار شپږ ولسوالۍ د داعش په کنټرول کې دي، عامو خلکو حتی د دغې ډلې له ویرې خپل کورونه پريښي او ښار ته بېځایه شوي، د داعش راډیو هلته فعاله ده او تبلیغات کوي چې حکومت یې باید مخه ونیسي."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ویلي وو چې داعش ډلې پورې اړوند کسان د افغانستان په مختلفو برخو کې فعالیت کوي او د هغه په خبره کېدای شي د ننګرهار د توره بورې سیمه هم ونیسي.

مشرانو جرګې هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې که د داعش د فعالیتونو مخه ونه نیول شي افغانستان به په دویمه سوریه او عراق بدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندز، جوزجان، فاریاب، بدخشان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د داعش د فعالیتونو په اړه راپورنه خپاره شوي دي.

هاخوا بیا د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري که څه هم د ننګرهار په ځينو ولسوالیو کې د داعش فعالیتونه مني، خو وايي چې د دغې ډلې پر وړاندې د افغان ځواکونو عمليات روان دي.

وزیري: زموږ ځواکونه د ننګرهار په ولسوالیو کې حضور لري.
وزیري: زموږ ځواکونه د ننګرهار په ولسوالیو کې حضور لري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ دا منو چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې خوځښتونه اوس هم محسوس کېږي، خو دا نه تاییدوو چې دغه ډله دې د ننګرهار لپاره ستر خطر اوسي، زموږ ځواکونه د ننګرهار په ولسوالیو کې حضور لري او د داعش پر وړاندې عملیات کوي، زموږ هوايي ځواکونه هم د دغه ډلې پر وړاندې عملیات کوي."

د دفاع وزارت ویاند وايي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او درانه تلفات ور اوښتي دي او اوس مهال هم د دغې ډلې او نورو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG