د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

د افغانستان دفاع وزارت: پچیراګام کې هوايي حملو ۹۸ داعشیان وژلي


د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په ننګرهار ولایت کې یې داعش ډلې ته درانه تلفات اړولي دي.

دفاع وزارت د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد پوځي عملیاتو کې د پرمختګ خبر ورکوي او وايي چې داعش ډلې ته په دې عملیاتو کې درانه تلفات اوښتي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې دې عملیاتو کې د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه، د کومانډو سرتېري او هوايي ځواک او نور ملي امنیتي ځواکونه برخه لري.

ښاغلي وزیري په څلورو هوايي حملو کې د ۹۸ داعشیانو د مړینې او د لسګونه نورو د ټپي کېدو ادعا وکړه ویې‌ویل چې دا عملیات به د داعش ډلې د له‌منځه تلو تر وخته دوام وکړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې عملیات به تر هغه روان وي چې داعش په بشپړ دول له هغې سیمې پاک شي. د پچیراګام خلک هم له وسله‎والو ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد عملیاتو کې ګډون کوي."

د داعش پر ضد جګړه کې د ولسي خلکو د ګډون خبر ‎په داسې حال کې ورکول کېږي چې د راپورونو له مخې تېره اوونۍ پچیراګام ولسوالۍ کې د سیمې د اوسېدونکو او د داعش وسله‎والو تر منځ درنه جګړه وشوه چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړو پرون په خپله غونډه کې په پچیراګام ولسوالۍ کې چې د داعش ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي د داعش ډلې د فعالیتونو پر زیاتیدو اندېښنه څرګنده کړه.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار غونډې ته په وینا کې وویل، په تېرو دوو ورځو کې په دې سیمه کې د داعش ډلې پر ضد جدي پوځي عملیات شوي دي.

ښاغلي مسلمیار وویل، که څه هم پچیراګام ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت په بشپړ ډول نه‌دی ښه شوی خو افغان ځواکونه پر وضعیت د کنټرول په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG