د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

هېواد: امنیت شورا دې افغانستان کې د پردیو جنګیالیو مسئله وڅېړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی دی.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د طالبانو تر منځ د شته اختلافونو د دوام په اړه په یو مطلب کې لیکلي، د طالبانو له صفه یوه جلا شوې ډله چې مشري یې ملا رسول کوي وايي، د ملاهبت الله د وسله‎والو پر وړاندې به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

په مطلب کې راغلي د ملارسول ډلې رسنیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، اوس یې د تېر په پرتله د هېواد زیات شمېر ولایتونو ته خپل فعالیتونه پراخ کړي او توانېدلي چې خپلې شوراګانې هم فعالې کړي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې خبرپاڼې د ملاهبت الله ډله په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتي کړیو د فرمایشاتو په عملي کولو تورنه کړې چې افغانانو او ملي ګټو ته يې زیات زیان اړولی دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې د داعش ډلې د تمویلېدونکو سرچینو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې داعش مستقیماً له هغو سرچینو تمویلېږي چې امریکا یې له مخدرو موادو تر لاسه کوي.

ویسا دغه څرګندونې د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې د یو متقاعد کارکوونکي جان ابوستفرد په حواله چې اوس‎مهال د پټو اسنادو د خپرولو له امله تر سختو فشارونو لاندی دی لیکلي دي.

ویسا لیکلي چې یاد شخص اعتراف کوي چې سي ای اې له ۶۰ کالو راهیسې د مخدرو موادو کاروبار کوي او د شوروي پر وړاندې د مجاهدینو تر پیاوړي کولو وروسته اوس یې یو ځل بیا د مخدرو موادو پر مټ د داعش د پیاوړي کولو لپاره ملا تړلې ده.

هېواد:

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې له امنیت شورا نه غوښتي چې افغانستان کې د پردیو جنګیالیو مسئله وڅېړي.

په سر مقاله کې افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان وروستي راپور ته په اشارې سره چې په کې راغلي په دغه هېواد کې اوس‎مهال د افغان حکومت د نېږدې ۴۵۰۰۰ وسله‎والو مخالفینو له ۲۰ نه تر ۲۵ سلنه بهرنیان دي راغلي چې افغان حکومت او ملت دواړه دا غوښتنه لري چې دا مسئله په امنیت شورا کې مطرح شي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلې، دا مسئله ځکه د ټینګار وړ ده چې ترهګري یوازې د افغانستان لپاره نه بلکه د سیمې او نړۍ لپاره هم لوی خطر دی.

XS
SM
MD
LG