د اکټوبر له لومړۍ نېټې دا اوونۍ د پښتو د نوميالي سندرغاړي استاد خيال محمد په نامه لمانځل کېږي، استاد خيال محمد ته د غزل د شهنشاه لقب هم ورکړل شوى دى.
په کوټه کې د «ملګري ليکوال» په نامه ادبي ټولنې د استاد خيال محمد د ژوند او هنر په اړه ځانګړې غونډه کړې چې موسیقۍ ته د ده خدمتونهيې پهکې ارزولي او ستايلي دي.
په کوټه کې د ملګري ليکوال ادبي ټولنې د اکټوبر په لومړۍ نېټه خپله پنځلس ورځنۍ غونډه د «خيال اوونۍ- د امن اوونۍ» په مناسبت د استاد خيال محمد د ژوند او هنر ارزونې او ستاينې ته ځانګړې کړې وه.
درې اتيا کلن شاعر او ليکوال مقدس خان معصوم خپل ماشومتوب په پېښور کې تېر کړى، وايي هغه وخت سندرغاړي نور هم وو، خو استاد خيال محمد پهکې يوازنی هنرمند دى چې دومره لوى نوميې پهکې پيدا کړ.
ښاغلی مقدس خان وايي:
"سندرغاړي نور هم وو خو کمال ته به څوک نهرسېدل، بيا وروسته د حجرې مجلس هم ختم شو، خو کله چې خيال محمد راغى دا د پښتو موسيقۍ د کمال زمانه وه، د ده دور تر اوسه روان دى، خو دا دى چې دى استاد خيال محمد دى ځکه که ګلزار دى که نور اوسني ځوانان دي د ده شاګردان پاتې شوي يا يې د ده طرز خپل کړى دى."
سپين ږيری ليکوال عمرګل عسکر وايي، استاد خيال محمد په داسې زمانه کې سندرې پيل کړې چې په دې سيمه کې د موسيقۍ نوي ابزار هم نهوو، خو وايي کله چې د پښتو فلمونو جوړېدل پيل شول او ده په فلمونو کې سندرې وويلې، نو پښتو موسيقۍ تهيې يو نوى رنګ ورکړ.
ښاغلی عسکر وايي:
"خيال محمد د پښتو موسيقۍ يو ډېر لوى نوم دى، تر ده مخکې په پښتنو کې کلاسيکه موسيقي دود وه، خو د ده دا وياړ په برخه دى چې د ده له راتګ سره د پښتو موسيقۍ نوى او جديد رنګ اخيستى دى."
د ږوب په کالج کې د پښتو ادبياتو استاد مير حسن خان اتل وايي، په پېښور او نورو پښتني سيمو کې چې په حجرو کې د موسيقۍ محفلونه دود شوي، په دې کې لويه برخه د استاد خيال محمد غوندې لويو هنرمندانو ده، ځکه چې وايي دوى موسيقي له ښارونو څخه کليو او بانډو ته يووړه او عام خلکيې له موسيقۍ سره اشنا کړل.
ښاغلى اتل وايي استاد خيال محمد پښتو غزل او موسيقي سره ونښلول:
"د پنځوس له لسيزې وروسته چې پښتو موسيقۍ ته نوي رجحانات «پديدې» راغلي دي په دې کې لويه برخه د استاد خيال محمد ده، له منګي او رباب پرته چې د موسيقۍ کوم نوي ابزار وو، پښتانه موسيقاران د ده له برکته ورسره اشنا شول او پښتو موسيقۍ چې څومره پرمختګ کړى دى اساسي رول پهکې د ده دى."
د کوټې په يوه دولتي کالج کې د پښتو ادبياتو يو بل استاد شاعر او ليکوال حافظ رحمت نيازى وايي، حمزه بابا په شاعري کې او استاد خيال محمد په موسيقي کې پښتو غزل تر اسمانه ورساوه.
ښاغلى نيازى وايي، د استاد خيال محمد غږ دومره اغېزمن دى چې کهيې له سندرو موسيقي لیرې شي بيا بهیې هم غږ مينهوال ولري:
"لکه حمزه بابا چې په ليکلو کې پښتو غزل ته څه ورکړي دي خيال محمد په موسيقۍ کې هغومره اوچته کړې ده، دى چې غزل په کوم طرز وايي هغه قدرتي درد لري، ځکه غږ يې له زړه راوځي، دى خپل بېل غږ او سبک لري او فکر کوم دا يې تر ټولو لويه خوبي ده."
ټاکل شوې وه چې په پېښور کې د اکټوبر له څلورويشتمې د استاد خيال محمد د هنر د قدردانۍ او ستاينې اوونۍ ولمانځل شي چې د افغانستان ډېرو ليکوالو او د موسيقۍ مينهوالو به هم پهکې ګډون کاوه، خو د خېبرپښتونخوا حکومت د دې اوونۍ د لمانځنې منتظمينو ته خبردارى ورکړ چې د ناسمو امنيتي حالاتو په خاطر اجازه نهشي ورکولاى چې دا اوونۍ ولمانځل شي، ځکه نو دا نېټه وځنډول شوه او د اکټوبر په لومړۍ نېټه په پېښور کې د استاد خيال محمد په وياړ يوه لويه غونډه جوړه شوه.
شاعر او ليکوال ارمان لوڼى وايي، استاد خيال محمد د پښتنو په هر کور کې شته، د پښتو موسيقۍ دښمنان بهيې څنګه وباسي.
دی وايي:
"موږ په داسې حالاتو کې اوسو چې پر خپلې موسيقۍ نهشو غږېدى او خپل د موسيقۍ استاد په ګډه نهشو لمانځلاى، خو زموږ په هر موټر کې، په هر کور کې او په هر فلم کې د ده اواز دى، د خلکو له زړونو بهيې څوک څنګه باسي، د خيال محمد غټه ورځ بس ده چې د غزل شهنشاه دى."
په تېرو پنځلسو کلونو کې چې په پښتني سيمو کې ناامني وه، نو ډېر پښتانه سندرغاړي دې ته اړ شول چې يا سندرې ويل پرېږدي يا نورو هېوادونو ته کډه شي.
د بلوچستان پوهنتون د پښتو ادبياتو د پوهنځي استاد ډاکټر جاويد اقبال وايي، د نېکمرغۍ ځاى دى چې د هنر او موسيقۍ خدمتګاران مو په ژوند ستايل کېږي.
ښاغلی اقبال وايي:
"د پښتنو په سيمو کې چې کومه بدامني وه، هغه وخت حالات داسې وو چې چا د موسيقۍ نوم هم نهشو اخيستلاى، زموږ چې څومره سندرغاړي وو هغوى څوک هجرت ته مجبوره شول، چا ږيرې پرېښودې، نو اوس حالات سم شوي دي او اندازه له دې لګېږي چې د خيال محمد ورځ لمانځل کېږي، هغه وخت چا د دې تصور هم نهشو کولاى، زه ډېر خوشاله يم چې لږ تر لږه د پښتو موسيقۍ خدمت روان دى او د استاد خيال محمد خدمت په دې برخه کې د ډېرې ستاينې وړ دى."
استاد خيال محمد د راډيوګانو، ټلوېزیونونو او فلمونو لپاره هم سلګونه سندرې ويلې دي او د دې تر څنګيې په کسټونو کې هم زياتې سندرې ويلې دي چې د يوې اندازې له مخې شاوخوا يوولس نيم زره سندرې يې ثبت شوې دي.
ځوان شاعر فضل اشنا وايي، استاد خيال محمد د موسيقۍ په وسيله هغو شاعرانو ته هم ژبه ورکړه چې له پامه لوېدلي وو.
اشنا وویل:
"د خيال محمد صاحب دا لويه ځانګړتيا ده چې دى د ځانګړو شاعرانو شعرونه له موسيقۍ سره نهویل، بلکې د هر ځوان او پاخه شاعر شعرونهيې له موسيقي سره ويلي دي، ده ته د غزل د شهنشاه لقب هم ځکه ورکړل شوى چې د موسيقۍ په هره پرده او هر کمپوز کې يې شعرونه ويلي او تر خپل ولسه رسولي دي."
د پښتو موسيقۍ د مينهوالو لپاره د استاد خيال محمد هنر ځکه زيات ارزښتمن او بېسارى دى چې دى نه رسمي تعليم لري او نهيې د موسيقۍ رسمي زدهکړې کړې دي، خو بيا هم د پښتو موسيقۍ په ميدان کې د ژوند تر پايه واکمن پاتې شو.
استاد خيال محمد اويا کاله وړاندې په ١٩٤٦ میلادي کال کې په پېښور کې زېږېدلى دى او لا ۱۲ کلن وو چې د خپل مشر ورور سندرغاړي سيفالملوک په مرستهيې له پېښور راډيو څخه په سندرو ويلو پيل وکړ.
استاد خيال محمد څه دپاسه پنځوس کاله پښتو موسيقۍ ته خدمت وکړ او زرګونه سندرې يې وويلې.
استاد خيال محمد ته په خپل ژوند کې د خپل هنر او موسيقۍ د خدمتونو په بدل کې وخت په وخت بېلابېلې جايزې او مډالونه ورکړل شوي دي.
په ١٩٧٠ میلادي کال کې د پښتونخوا ايالت د هغه وخت ګورنر حيات خان شېرپاو د «خېبر» په نوم لومړۍ جايزه ورکړه، په ١٩٨٠ میلادي کال کې د پاکستان پوځي ولسمشر ضياالحق ورته د هېواد تر ټولو ستره جايزه ورکړه، په ١٩٨٩میلادي کال کې د پاکستان ټلوېزیون لهخوا د سرو زرو مډال ورکړل شو، په همدې کال د باچاخان د امن جايزه ورکړل شوه، په ١٩٩١میلادي کال کې د پاکستان د کلتور وزارت لهخوا په پښتو فلمونو کې د سندرو په بدل کې ملي مډال ورکړل شو.
د «خيال اوونۍ- د امن اوونۍ» په مناسبت د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د استاد خيال محمد د هنر د قدردانۍ په موخه د هغه لپاره د غازي ميربچه خان په نامه عالي دولتي مډال ورکولو اعلان وکړ.
رپوټ: بارکوال مياخېل