د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۵۳

افغان حکومت استاد خیال محمد ته د غازي میربچه خان مډال ورکوي


د افغانستان حکومت د پښتو موسیقۍ د غزل باچا استاد خیال محمد ته د هغه د هنري خدمتونو په ویاړ د غازي میر بچه خان لوړ دولتي مډال ورکړ.

د دغه مډال اعلان په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان جنرل قونسل ډاکټر عبدالله وحید پویان په هغه غونډه کې وکړ چې د سې شنبې په ورځ د پېښور په نشتر هال کې د پښتو موسیقۍ د غزل د باچا خیال محمد د هنري خدمتونو په ویاړ د هغه پر سر د تاج پوشۍ لپاره جوړه شوې وه.

دغه غونډه چې د پآکستان او افغانستان د خبریالانو د امن سازمان "پاک ـ افغان جرنلسټس بیس فورم" له خوا جوړه شوې وه، د خیال محمد پر کورنۍ سربېره په کې ډېری سندرغاړو، شاعرانو، خبریالانو، سیاسي مشرانو او ګڼ شمېر عام ولس ګډون کړی و.

په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان جنرل قونسل عبدالله وحید پویان دغه غونډې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني رالېږلی هغه پېغام واوراوه چې د غزل باچا استاد خیال محمد ته یې د هغه د ښو او قدر وړ خدمتونو لپاره د غازي میر بچه خان عالي دولتي مډال ورکولو اعلان په کې کړی و.

د دې ترڅنګ افغان قونسل له استاد خیال محمد سره د یو نیم لکه روپیو د مالي مرستې کولو اعلان وکړ او ویې ویل چې په نېږدې ورځو کې د پېښور په افغان قونسلګرۍ کې د استاد خیال لپاره يوه ځانګړې غونډه هم جوړه کړي.

ښاغلي پویان د افغان ولسمشر د پېغام لوستلو پر مهال وویل:

"د نوموړي د ښو، غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیر لپاره د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۹ فقرې له حکم سره سم د پښتو موسیقۍ د غزل د باچا استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه خان عالي دولتي مډال ورکول منظور کړي دي."

د استاد خیال محمد په هنري خدمتونو په ویاړ په دغې جوړه شوې غونډه کې د خېبر پښتونخوا والي اقبال ظفرجګړا هم ګډون درلود.

نوموړي د پښتو موسيقۍ لپاره د استاد خيال محمد خدمتونه وستایل او هغه ته يې د عقيدت پېرزونې وړاندې کړې.

له بلې خوا بیا استاد خیال محمد د افغانستان او پآکستان د ژورنالېستانو د امن سازمان له خوا په خپل ویاړ راجوړې شوې غونډې او په ژوندانه يې پر خپلو ستایلو خوشحالي وښوده.

نوموړي د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"زما سره الفاظ نشته چې زه څومره خوشحاله یم او زما لپاره څومره د خوشحالۍ ورځ ده. چا چې دغه ورځ نمانځلې ده، هغوی د ډېر ستر ویاړ خلک دي چې ماته یې دا عزت راکړو."

استاد خیال محمد همدا راز د افغان حکومت مننه وکړه چې هغه يې پر ژوندوني وستایه، د هغه هنري خدمتونه یې لوړ وګڼل او دولتي مډال يې ورکړ:

"زه د هغوی لویوالي ته سلام کوم او د هغو ډېره مننه کوم چې ماته یې دا عزت راکړو افغانستان کې او زه خو تللی راغلی یم او دا نوره خوشحالي ده چې ماته یې دا عزت راکړو، د افغانستان نه یې ماته مډال راولېږلو، زما یې قدر وکړو، هلته یې ماښآم ونمانخلو، نو زه ډېر خوشحاله یم."

د يادونې وړ ده، د پېښور په نشترل هال کې د استاد خیال محمد پر ویاړ پر دغې جوړې شوې غونډې سربېره په دې وروستیو کې د افغانستان په ننګرهار، کابل ، بلخ او همدراز په عرب اماراتو په دوبۍ کې د استاد خیال محمد د هنري خدمتونو په ویاړ د "امن خیال" په نامه ستاين غونډې شوي او دا لړۍ لا دوام لري.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG