د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د افغان سولې په ټینګښت کې د سعودي رول ته د سولې شورا خوشبیني


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې سعودي عربستان په اسلامي ټولنه کې په بېلابېلو ډلو د فکري نفوذ درلودلو له امله د هغو ستونزو لېرې کولو په برخه کې مهم اغېز لري چې ورته دیني بڼه ورکول کېږي.

د دې شورا ویاند امین مظفري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې په ګټه دی او هیله لري چې سعودي عربستان دا ځل هغه ژمنې ثابتې کړي چې له کابل سره‌یې د سولې ټینګښت په برخه کې کړي دي.

ښاغلي مظفري زیاته کړه:

"نن سبا اکثره اختلافونو او کشمکشونو ته په نړۍ او زموږ هېواد کې دیني اړخ ورکول کېږي، موږ دا هیله لرو کوم مسلمانان چې په عامه توګه او افغانان په خاصه توګه کوم باور په عربستان لري د هغې پر اساس هغه هېواد د سولې په برخه کې اغېزمن رول ولري او د عربستان هېواد کولای شي په دې برخه کې یو مثبت رول ولوبوي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان اجرائیه رئیس سعودي عربستان ته په وروستي سفر کې د هغه هېواد له پاچا سره په لیدنه کې له ترورېزمه د پاکستان ملاتړ ته په اشارې وویل، د دې وخت رارسېدلی چې عربستان د ترورېزم په وړاندې مرسته وکړي.

د ده په وینا دا همکاري به د دې لامل شي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه د ترورېزم له ملاتړه لاس په سر شي.

د عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود د اجرائیه رئیس غوښتنې په ځواب کې ویلي چې هېواد یې د ترورېزم سره د مبارزې او د سولې خبرو په برخه کې د افغانستان له پروګرامونو او غوښتنو ملاتړ کوي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا سعودي عربستان په اوس وخت کې کولای شي چې په پاکستان فشار راوړي او یا وسله‎وال مخالفین د تاوتریخوالي پرېښودلو ته مجبوره کړي؟

د ولسي جرګې غړی محمد نذیر احمدزی وايي چې عربستان که رښتیا وغواړي په پاکستان د شته نفوذ له امله کولای شي په هغه هېواد فشار ډېر او په دې یې قانع کړي چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې لازمه برخه واخلي.

هغه ازادي راډيو ته وویل، د دې تر څنګ عربستان د هغو ډلو مخنیوی کولای شي چې په افغانستان کې وسله‎وال مخالفین تمویلوي.

د ولسي جرګې غړی محمد نذیر احمدزی
د ولسي جرګې غړی محمد نذیر احمدزی

ښاغلی احمدزی زیاتوي:

"سعودي عربستان کولای شي پر پاکستان فشار راوړي او د هغې تر څنګ له افغانستان سره ښې اړیکې لري، په ورته وخت کې له اسلامي ډلو سره‌یې اړیکې شته له همدې امله مهم کار دی چې په دې چارو کې دخیل شي او زه ډاډمن یم چې له دې لارې کولای شو سولې ته ورسېږو."

له دې وړاندې هم د سعودي عربستان حکومت چې د طالبانو امارت‌یې په رسمیت پېژانده بیا-بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به له خپلو امکاناتو برخه واخلي.

خو د چارو د څېړونکو په باور ایا داسې څه شوي دي؟

د سیمه‌ییزو چارو کارپوه احمد سعیدي وايي چې عربستان افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره عملي کار نه‌دی کړی او نه‌هم دا هېواد لکه په پاکستان او طالبانو پخوانی نفوذ لري.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې که ریاض له کابل سره مرستو ته زړه ښه کوي دا به ممکن د سیمې په تېره بیا له ایران سره د سیالیو له امله وي.

د سیمه‌ییزو چارو کارپوه احمد سعیدي
د سیمه‌ییزو چارو کارپوه احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"زه فکر نه‌کوم چې سعودي عربستان دې په اوس وخت کې څه اغېزمن کارونه تر سره کړي، افغان حکومت فکر کوي چې عربستان لکه د تېرو دوه یا درېیو لسیزو رول لري خو نه داسې نه‌ده، اوس خلک عربي مشرانو ته د غربي نړۍ د غلامانو په سترګو ګوري، وګورئ چې نن سبا نړۍ سعودي عربستان ته په ډېر منفي نظر ګوري."

له دې سره د چارو بل څېړونکی محب‌الله شریف وايي چې د افغانستان او عربستان اړیکې باید د متقابلو ګټو پر اساس، د سیمه‌ییزو او مذهبي رقابتونو څخه لیرې تنظیم شي.

د هغه په باور دا د افغان حکومت په پالېسۍ پورې اړه لري چې څنګه د سیمې له رقابتونو څخه هېواد وساتي او د سعودي عربستانه د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د هېواد په ګټه استفاده وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG