د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د قطر غیر رسمي خبرو کې له افغان حکومته د طالبانو درې غوښتنې


د طالبانو دوو پټو سرچینو پرون سې شنبه روېټرز خبري اژانس ته تائید کړې چې په وروستیو کې د افغان حکومت او طالب استازو د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي خبرې کړې دي.

متحده عربي اماراتو او قطر کې د طالبانو دا سرچینې له روېټرز سره د هویت پټ پاتې کېدو په شرط غږېدلي او څرګنده کړې یې ده چې حکومت او طالبانو په ‎دې خبرو کې چندان پرمختګ نه‎دی کړی.

متحده عربي اماراتو کې د طالبانو یوې سرچینې روېټرز ته ویلي چې په‎ دې پټو او غیر رسمي خبرو کې د امریکا استازی هم و، خو نه‌یې دي ویلي چې د امریکايي لوري حضور یې مستقیم و، که غیر مستقیم.

دې سرچینې روېټرز ته ویلي، حکومت او امریکا له طالبانو د اوربند، د وسلو ایښودلو او په رسمي ډول د سولې د مذاکرو د پيل غوښتنه کړې ده.

د دې سرچینې په وینا، د طالبانو له لوري هم غوښتنه شوې چې د یوه سیاسي حرکت په توګه رسمیت ورکړل شي، د رهبرانو نومونه‌یې د ملګرو ملتونو له توره لېسته پاک شي او بندیان‌یې باید خوشې شي.

د طالبانو دې سرچینې روېټرز ته ویلي:

"د پخوانیو لیدنو په څېر دا هم د وخت او منابعو ضایع کېدل و، ځکه موږ کومې خاصې نتیجې ته ونه‌رسېدو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند مارک ټونر په ‎دې اړه روېټرز ته ویلي چې امریکا د افغانستان د بحران د حل لپاره د هر ډول مذاکرو ملاتړ کوي خو په قطر کې د دې خبرو په اړه‌یې له تبصرې ډډه کړې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال هم پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"ټولې هغه ډلې چې غواړي د افغاني مذاکراتو په چوکاټ کې د سولې پروسې ته داخل شي، د افغانستان حکومت ښه راغلاست ورته وايي او هرکلی یې کوي. موږ د ټولو هغو ډلو سره چې غواړي سوله وکړي، بشپړه اماده‎ګي لرو."

د بریتانیې ګارډین ورځپاڼې پرون خبر ورکړ چې د افغانستان د حکومت له لوري یوه پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره د سولې پر امکاناتو پټې خبرې کړې دي.

دا خبر د حکومت یوې سرچینې ازادي راډیو ته هم تائید کړ خو د جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

ګارډین وویل چې په‎ دې خبرو کې د حکومت له لوري د استخباراتو مشر معصوم ستانکزی او د طالبانو له لوري د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا منان اخوند خبرې کړې دي.

د ګارډین په وینا، په‎ دې کې د پاکستان له لوري چا حضور نه‎درلود.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا رپوټونه رد کړي او روېټرز خبري اژانس ته‌یې ویلي چې دا تبیلغات دي.

XS
SM
MD
LG