د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

پاکستاني رسنۍ: طالبان له ایران سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیلوي


پاکستاني رسنیو د طالبانو د یوه اقدام خبر ورکړی چې له مخې یې دغه ډله له ایران سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیلوي.

د پاکستان اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د یوه طالب مشر له قوله چې نوم‌یې نه‎دی ښودلی لیکلي چې وایي، افغان طالبانو ایران ته د یوه استازي په ټاکلو سره له هغه هېواد سره خپلې اړیکې رسمي کړي.

په راپور کې د مولوي نېک محمد نوم اخیستل شوی چې ګواکې د ایران لپاره د طالبانو د رسمي استازي په توګه ګمارل شوی دی.

ګمان کېږي دغه طالب مشر چې نوم‌یې نه‎دی ښودل شوی، له ایرانه بېرته راغلی او دغې پاکستاني رسنۍ ته‌یې ویلي چې مولوي نېک محمد په پرله‎پسې ډول ایران ته تګ راتګ کوي.

خو په کابل کې د طالبانو یو پخوانی مقام دغه راپور په کلکه ردوي.

سید اکبر اغا چې له طالب مشرانو سره نېژدې اړیکې لري، ازادي راډیو ته وویل چې مولوي نېک محمد اوس‌مهال په قطر کې دی او له طالبانو سره کار نه‌کوي.

سید اکبر اغا: مولوي نېک محمد اوس مهال په قطر کې دی.
سید اکبر اغا: مولوي نېک محمد اوس مهال په قطر کې دی.

ښاغلي سید اکبر اغا وويل:

"مولوي نېک محمد هغه کس دی چې له طیب‎اغا او عزیزالرحمن سره‌یې یوځای د قطر له شورا نه استعفا وکړه، نو زه دا راپور نه‌تائیدوم ځکه تر اوسه مې نه‎دي اورېدلي چې هغه دې له طالبانو سره بېرته یوځای شوی وي. څو شپې وړاندې زه قطر ته تللی وم او هغه مې هلته ولید چې ګوښه نشینه وو او له طالبانو سره کار نه‎کوي. نو زه د اکسپرېس ټرېبیون دغه راپور نه‌تائیدوم."

سیداکبر اغا زیاتوي ځینې اړخونه دا ډول اوازې ځکه خپروي چې د طالبانو ډله پر یوه لوري وتپي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

مولوي نېک محمد د طالبانو د رژیم تر سقوط دمخه په کندهار کې د پوهنې رئیس او وروسته د قطر په سیاسي دفتر کې د طالبانو رسمي استازی پاتې شوی و.

وړاندې یوه طالب مشر د نوم د نه‎ښودلو په شرط د پاکستان اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته دا هم ویلي و:

"موږ د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون څو نورو هېوادونو ته خپل استازي نومولي دي او هم مو له روسیې سره اړیکې ډېرې کړي دي."

د طالبانو یوه پلاوي روان میلادي کال د پېکنګ په بلنه چین ته سفر وکړ.

روېټرز خبري آژانس هم د طالبانو د یوې سرچینې په حواله لیکلي و چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د جولای له اتلسمې تر ۲۲ پورې چین ته سفر کړی دی.

ویل کېږي دغه پلاوی له چینایي چارواکو سره د افغانستان د روان وضعیت او په دغه هېواد کې د بهرنیو اتباعو د حضور په اړه خبرې کړي دي.

تر اوسه د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون پنځه څلور اړخیزې ناستې په کابل او اسلام‌اباد کې شوي دي، خو ظاهراً د پام وړ لاسته راوړنې نه‎لري.

تېر کال د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي و چې دوی افغان طالبان یو لوی سیاسي ځواک ګڼي.

د راپورونو پر اساس افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسله‎والو له‎خوا راپورته شوي ګواښونه او په افغانستان کې د ډېرې مودې لپاره د امریکا په مشرۍ ائتلاف ځواکونو پاتې کېدل هغه دلایل بلل کېږي چې له کبله‌یې ایران له طالبانو سره اړیکې پالي.

XS
SM
MD
LG